مطبوعات په افغانستان کی د داعش کمپونو کی د ځانمرګو ماشومانو د روزنی په هکله خبر ورکوی

څه موده د مخه رسنیو د افغانستان په ختیځ ولایت کنړ کی د «اسلامی دولت» د ډلی د کمپ د شته والی په هکله خبر ترلاسه کړی وو چی په هغو کی د ماشوم ځانمرګی روزل کیږی.

د پیښی له سیمی رپوټ د الجزیره تلویزیون خپور کړی دی. په رپوټ کی د روزنی یوه صحنه ښودل شوی وه چی په هغو کی ماشومان له تودی وسلی او توغندی ویشتونکو سره اشنا کیږی.

تنکیو جګړه مارانو چی په ویدیو کی ښودل شوی وو، له ۹ څخه تر ۱۴ کلونو عمر درلود. د هغوی ځینی چی له خبریال سره خبری کوی، وایی چی په جګړه ایزو عملیاتو کی د برخی اخیستو لپاره حتی د ځانمرګو په توګه هم تیار دی.

خبر ورکړی شوی چی د روزونکو زیات شمیر بهرنی اتباع دی او په دی کمپ کی د اروپایی او عربی هیوادو اتباع موجود دی، خو زیات شمیر یی د کمری په وړاندی له څرګندیدو ډه ډه کوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *