د يمن په هکله سوله ايزي خبرې دوه اونۍ وروسته پيليږي

ددې هيواد لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړې استازي ويلي د يمن په جگړه کي ښکيلو خواوو د خبرو له پيليدو او ملگرو ملتونو ۲۲۱۶ پريکړه ليک پلي کولو ته غاره ايښې ده

ددې هيواد په اته مياشتيني جگړه کي ۵۶۰۰ کسان وژل شوي دي

د يمن لپاره د ملگرو ملتونو استازي او د ښکليو دلو ترمنځ منځگړي اسمعيل ولد شيخ احمد له يوې رسنۍ سره په مرکه کي ويلي: دیمن د سولې په هکله سوله ایزې خبرې به د روانې میاشتې به پنځه لسمه نیټه پیل شي او په یمن کې ښکیلو اصلي خواوو یعني د تښتیدلي ولسمشر عبدربه منصور هادی او حوثیانو غوښتنه کړې ترڅو په دې غونده کې د ملګرو ملتونو دوه زره دوه سوه شپاړسم پریکړه لیک پلي کیدو ته لاره هواره شي.

ددې پریکړې له مخې د حوثیانو ډله به له ښارونو خپل ځواکونه به شا کوي او پلازمینه به د هادي منصور حکومت ته پریږدي. شیخ احمد په مسقط کې د ملګرو ملتونو د استازي او حوثي چارواکیو ترمنځ له خبرو خبر ورکړی ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو ډلې په ریاض کې د منصور هادي له پلویانو سره هم خبرې کړي دي ده ویلي په دې خبرو کې تر دوه اونیو د پخلاینې د خبرو پیلیدو پریکړه شوې ده. ده په یمن کې حالات ډير کړکیچه ښودلي ټینګار یې کړی چې باید دا خبرې تر نږدې راتلونکې پیل شي.

اسماعيل ولد شيخ احمد ویلي: ” بشری حالات څرنګه چې پوهیږې د ناورین په لور روان دي خلکو ډیر ځوریدلي او مونږ باید ددې ستونزې د هواری لپاره ژر تر ژره لاس په کار شو.”

بله خوا د عربستان بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر ویلي: په یمن کې د ایتلاف عملیات خپلې وروستۍ برخې ته رسیدلي دي. د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف بریدونه اته میاشتې وړاندې پر یمن پیل شوي او تر اوسه ددې هوایي بریدونو او جګړه په لړ کې پنځه زره شپږ سوه کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *