د ترکیې عدالت ګوند په ټاکنو کې بریالی شو

د ترکيي په پارلماني ټاکنو کي د عدالت او پرمختيا ا سلامي گوند له بريا وروسته ددي گوند ريس احمد داود اغلو له تولو سياسي گوندونو ددي هيواد په اساسي قانون د بدلون لپاره د همکاري غوښتنه کړې ده دي گوند د پنځوس سلني په شاوخوا کي رايي تر لاسه کري او کولاي شي په يواځې سره حکومت جوړ کړي

په ترکیه کې له مودې وړاندې پارلماني ټاکنې تیره ورځ تر سره شوې، دوړاند وینو او تمې پر خلاف لومړنیو پایلو دا وښوده چې د عدالت او پرمختیا اسلامي ګوند په دې ټاکنو کې له پنځوس سلنه په شاوخوا کې رایې خپلې کړي دي. د مالوماتو له مخې دې ګوند د پارلمان له پنځه سوه پنځوسو څوکیو څخه درې سوه پنځه لس خپلې کړي دي او کیدای شي مخکینۍ پارلمان لغوه شي او دا ګوند کولای شي په یواځې سره حکومت رامنځ ته کړي خو له دې سره د عدالت او پرمختیا ګوند دومره رایې نه دي تر لاسه کړې چې له مخې یې اساسي قانون ته بدلون ورکړي. دترکیې ولسمشر ویلي: ترکانو په خپلو رایو سره دا وښوده چې د ستونزو پر پرځای د عدالت او پرمختیا ګوند دوی ته د منلو وړ دی. ددې ګوند مشر احمد داوود اغلو چې د ترکیې لومړۍ وزیر هم دی د ټاکنو بریالیتوب د دموکراسۍ او د ترکیې د خلکو بریالیتوب ښودلی دی.له دې سره ده له هغه ګوندونو چې پارلمان ته یې لاره پیدا کړې ددې هیواد داساسي قانون په سمون کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

احمد داود اغلو ویلي: ” زه له ټولو هغه سیاسي ګوندونو چې پارلمان ته لاره پیدا کوي غواړم ترڅو د داسې یوه قانون په رامنځ ته کولو کې چې ملي، ولسي، د باور وړټاکنیز سیستم او د بورو کراسۍ پرته د سیاست رامنځ ته کیدو لامل شي مرسته وکړي. مونږ باید له کودتا وروسته د ولسي او ملي اساسي قانون د رامنځ ته کیدو لپاره له یوه بل سره مرسته وکړو.”

د اپوزیسیون مشرانو په ټاکنو کې خپله ماته منلې خو د ټاکنو پایلې یې ناهیلې کونکې او ناورین ښودلې دي. د ترکیې خلق ګوند چې د حاکم ګوند له اصلي مخالفینو څخه شمیرل کیږي ویلي: له دې سره چې دې ګوند د تیرو ټاکنو په پرتله ډيرې څوکۍ ګټلې خو د ټاکنو اوسنۍ پایلې یوه ناورین ته ورته دي. دې ګوند په ټاکنو کې له پنځه ویشت سلنې ډيرې څوکۍ تر لاسه کړې. د ترکیې د خلق ګوند مشر صلاح الدین دمیرتاش ویلي له دې سره چې دوی د پارلمان دوه سوه څوکۍ خپلې کړې خو د ټاکنو پایلي د عدالت او پرمختیا ګوند د هڅو او زیارونو نتیجه ده د هغه هڅه چې د حکومت د قطبي کیدو لپاره شوې دي. مخالفینو له دې وروسته د ټاکنو د پایلو په هکله اندیښنه ښودلې ویلي یې دي چې له دې وروسته د ټاکنو پایلې د یوه واک غوښتونکي حکومت ستنې پیاوړې کړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *