افراطی اسلامپال په سوریه کی له خپل سنګرونو د اسیرانو د قفسونو په وسیله دفاع کوی

هغه جګړه ماران چی د دمشق د ښار د اطراف شاوخوا سیمی یی نیولی، له اسیرانو ډک قفسونه د خپلو سنګرونو د دفاع په غرض د ژوندی سپر په توګه ځای پرځای کوی.

د حکومتی ځواکونو او د روسیی د جنګی الوتکو څخه د خپلو مورچلو د دفاع دا ډول وحشیانه چلند د «جیش الاسلام» افراطی ډلی غوره کړی دی.

د عینی شاهدانو د وینا سره سم، افراطیون د حکومتی اردو اسیر پوځیان او ملکی اوسیدونکی په فلزی قفسونو کی ځای پرځای کوی. وروسته دا ګرځنده زندانونه د کوڅو په څلور لارو کی چی د افراطیونو په ولکه کی دی، ږدی. د ترلاسه شوو خبرونو سره سم، دا ډول قفسونه د دمشق د ښار په اطراف او د دوما په ښار کی راپیدا شوی دی.

د مخه خبر ورکړی شوی وو چی د «اسلامی دولت» د ډلی وسله والو جګړه مارانو د عراق په شمال کی د موصل په ښار کی په بی رحمی ماشومان وژلی دی. لکه څرنګه چی د کردانو خبررسوونکو ادارو خبر ورکړی، ۱۲ ځلمیان چی تر ټولو ځوان یی ۱۳ کاله عمر درلود، د روزنی له کمپ نه د تیښتی د هڅی په تور وژل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *