د داعش ډلې سوريه کې پرمختګ کړی
د داعش ډلې سوريه کې پرمختګ کړی
اسلامي دولت نومې ډله د عراق او سوريې پر ځينو سيمو واکمنه ده، چې پر حکومتي ځواکونو او هغو ډلو چې د حکومت تر څنګ ولاړې دي بريدونه کوي
سوريې فعالان وايي، اسلامي دولت ډلې په دغه هېواد کې حمص ولايت ته نژدې يو بل ښار لاندې کړی دی.
لندن مېشتې د سوريې بشري حقونه څارونکې ډله وايي اسلامي دولت نومې ډلې ماهين ښار چې د حمص ولايت په جنوب لويديځ کې پروت دی له دولتي ځواکونه نيولی دی.
د رسنيو د راپورونو له مخې په دغو بريدونو کې د سوريې ۵۰ سرتېري ټپيان او وژل شوي دي.
بل خوا ويل کېږي د سوريې، حومې ښار کې هم درنه جګړه روانه ده.
دغه سيمه پر هغه مهمه لویه لار پرته ده چې پلازمېنه دمشق له حمص ښار سره نښلوي.
اسلامي دولت نومې ډله د عراق او سوريې پر ځينو سيمو واکمنه ده، چې پر حکومتي ځواکونو او هغو ډلو چې د حکومتي ځواکونو تر څنګ ولاړې دي بريدونه کوي.
راپورونه ښي چې د دې ډلې جنګياليو کې په لوي شمېر بهرنيان هم جنګېږي، تېره مياشت د امريکا استخباراتي ادراو ويلي وو، چې له ۲۰۱۱ کال راهيسې سوريې او عراق ته نژدې ۳۰۰۰۰ بهرني جنګيالي تللي دي.
“نيويارک ټايمز” ورځپاڼه د امريکا د استخباراتي ادارې له خولې وايي، په دغو بهرنيانو کې ۲۵۰ يې امريکايان دي.
بل خوا روسيه او ترکيه د اسلامي دولت نومې ډلې پر ليکو او وسله والو هوايي بريدونه کوي.
ملګري ملتونه وايي په سوريه کې د تېرې څلور کلنې جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.