په ترکيه کي پارلماني ټولټاکنې نن پيل شوي

دا ټاکني له تيرو پنځه مياشتينيو ټاکنو وروسته په داسي حال کي تر سره کيږي چي د عدالت او پرمختيا گوند په دي ټاکنو کي په غوځ اکثريت سره رايي تر لاسه نکړې او له نورو گوندونو سره هم په ايتلافي حکومت کي پاتي راغی

په ترکيه د جون مياشتي په پارلماني تاکنو کي له دولسو کلونو وروسته د عدالت او پرمختیا حاکم ګوند ونشو کولای ترڅو به غوځ اکثریت سره رایې ترلاسه کړې. دې ګوند په داسې حال کې غوځ اکثریت له لاسه ورکړ چې غوښتل یې په دې ځل بریالیتوب سره د پارلمان له دریو برخو د دوه برخو په هوکړې سره په دې هیواد کې ریاستي نظام رامنځ ته کړي خو دا ګوند په خپل دې پلان کې پاتې راغی او له نورو ګوندونو سره یې هم ونشو کولای ترڅو ایتلافي حکومت رامنځ ته کړي.

له دې وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بیا ځلې ټاکنو د تر سره کیدو حکم وکړ او دا ټاکنې نن تر سره کیږي په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې پّ دې هیواد کې امنیتي حالت له ګډ وډیو سره مخ شوی او په تیرو دوه میاشتو کې یو سل دیرش کسان وژل شوي دي.

رجب طیب اردوغان ویلي: یواځې د عدالت او پرمختیا ګوند ته د رایو په ورکولو سره به په دې هیواد کې سوله او امنیت رامنځ ته شي.

رجيب طيب اردوغان ویلي: ” د ټاکنو په تر سره کیدوسره به سوله او امنیت رامنځ ته شي او مونږ په هیواد کې د سولې او ټیکاو غوښتونکي یو زه غواړم باور رامنځ ته شي یوالی پرمختګ وکړي او ترکیه بریالی شي.”

د ترکیې اوسیدونکي هم په خپل هیواد کې د سولې ټیکاو او اقتصادي ودې غوښتونکي دي خو ددې ګوند او اردوغان مخالیفینو اندیښنه ځرګنده کړې که چیرې دا ګوند په غوځ اکثریت سره رایې تر لاسه کړي نو په ډې هیواد کې به اقتدار پالنه رامنځ ته شي.

د خلک دموکرات ګوند مشرانو او ددوی ملاتړو ګوندونو هم په اردوغان تور پورې کړی چې د کردي سیمو په ناامنه کولو سره یې په دې سیمو کې د رایې کارونې د مخنیوي هڅې کړي دي. د خلق ګوند مشر ویلي: مونږ به په دې ټاکنو کې هڅه وکړو ترڅو دیکتاتوری ته د پای ټکی کیږدو پّ دې ټاکنو کې د شپاړسو ګوندونو غړیو او یوویشت خپلواکه نوماندانو د پارلمان د پنځه سوه پنځوسو څوکیو د تر لاسه کولو پّ موخه په ډې ټاکنو کې ګډون کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *