د مصر دولت د الوتکي په نسکورولو کي د داعش د لاس لرلو په هکله څرگندوني رد کړې دي د مصر لومړي وزير ويلي څيړني رواني دي او کيداي شي دا الوتکه د تخنيکي ستونزي له امله د سينا په سيمه کي نسکوره شوې وي له دي سره يو شمير نړيوالو شرکتونو د سينا پر سيمه خپلې الوتني ځنډولې دي

د سينا ولايت په نامه د داعش ملاتري وسله والي دي چي د مصر په شمالي سينا سيمه کي فعاليت لري په خپله تويتر پانه کي ويلي ددوي ملگرو دا الوتکه د توغندي په وسيله نسکوره کړې ده. دا الوتکه تیره ورځ د سینا په سیمه کې د دوه سوه څلور ویشتو سپرلیو سره نسکوره شوي او ټولې سپرلی یې وژل شوې دي. له دې پيښې وروسته د اماراتو او فرانسې نړیوالو هوایي شرکتونو پر دې سیمه د پیښو تر څیړنې خپلې الوتنې ځنډولې دي. خو د مصر دولت ددې الوتکې په نسکورولو کې د داعش لاس لرل رد کړي او ددې هیواد لومړي وزیر خبریالانو ته ویلي کیدای شي تخینیکي ستونزه د الوتکې د نسکوریدو لامل شوې وي.

” د الوتکی د نسکوریدو لامل به د الوتکی تور بکس له تر لاسه کیدو وروسته روښانه شي خو تراوسه د تر لاسه شویو لاس وندونو له مخې تخنیکي ستونزه ددې الوتکې دنسکوریدو لامل شوې نه د کوم برید له امله. څیړونکي په دې هکله پلټڼې کوي.”

په دې هکله څیړنې پیل شوې له فرانسې روسیې اواړوند شرکت کاپوهان هم سیمې ته رسیدلي ترڅو د الوتکې د نسکوریدو لامل په ډاګه کړي. مکسیم سوکولوف چې د روسیې د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر دی ویلي تراوسه پر دې الوتکې هیڅ ډول برید نښه نه ده لیدل شوې د مصر د ترانسپورت وزیر هم ویلي الوتکه د پیښې پر مهال له ځمکې د نهه زره څلور سوه پنځوس مترو په اندازه لوړه وه او کارپوهان وایي آر پي جي نشي کولای به دومره واټن کې الوتکه په نښه کړي. د سینا ولایت په نامه وسله والې ډلې په دې سیمه کې په کراتو د مصر پر امنیتي سرتیرو بریدونه کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *