دهوايي بمبارۍ په ترځ کې ۱۲طالب وسله وال وژل شوي دي

دافغانستان دغزني په ولايت کې دهوايي بمبارۍ په ترځ کې لږ تر لږه ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي دي. داخبر دشنبي په ورځ شينهوا اژانس د غزني د والي له قوله ورکړی دي.

« داکتشافي معلوماتو له مخې هوايي بمبارۍ د شنبي په سهار د نوا په سيمه کې د وسله والو په پټنځايونو تر سره شوه چې په پاييله کې ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي چې په وژل شوو کسانو کې د «طالبانو» يو مهم قوماندان ملا منان هم شامل دي».

دده په خبره ملا منان په غزني او ګاونډي ولايتونو کې «طالبان»قومانده کول. په افغانستان کې امنيټي وضعيت په تيرو څو مياشتو کې ترينګلی شوی دي. مخکې «طالبانو» دهيواد په کليو اوبانډوکې زياته خاوره ترځپلې ولکې لاندې راوستي وه خو اوس دوی په لويو ښارونو بريدونه کوي.

د سيپتمبر په ورستيو کې «طالبانو» دافغانستان په شمال کې د کندز ښار ونيو په دغه ښار کې ۳۰۰ زره وګړي ژوند کوي. ځو نن بيا «طالبان» دغزني په ولايت بريدونه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *