د رومانيا ‘شپې کلب’ کې اور لګېدو ۲۷ کسان وژلي
د رومانيا ‘شپې کلب’ کې اور لګېدو ۲۷ کسان وژلي
دغه کسان چې عمرونه يې د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ اټکل شوي د يوه کانسرت د ليدو لپاره ورغلي وو
چارواکي وايي رومانيا کې د شپې کلب کې د اور لګېدو له امله لږترلږه ۲۷ کسان وژل شوي چې لويه برخه يې ځوانان دي.
دغه کسان چې عمرونه يې د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ اټکل شوي د يوه کانسرت د ليدو لپاره ورغلي وو.
اور د جمعې په شپه پلازمېنه بخارېست کې ولګېد او خلک له کلب نه د وتو پر مهال ټېل ماټېل کې تر پښو لاندې شول.
د بېړنيو حالاتو د ادارې مشر رايد عرفات وايي د رومانيا د پلازمېنې بوخارېست په روغتون کې د ۱۵۵ کسانو درملنه شوې ده.
باور دا دی چې اور په کلب کې د اورلوبو د توکو له امله رامنځته شوی دی.
رايد عرفات بي بي سي ته ويلي: ”هغه يوازني معلومات چې موږ يې لرو د پېښې لامل د اورلوبو توکي دي، چې دغه غميزه يې رامنځته کړې. البته د دغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.”
عيني شاهدان وايي د اور یوه بڅرکي په لومړي سر کې د سټېج يا دريځ سنګار توکي وسوځول او د شپې کلب يوې پايې او چت ته وغځېد.
دوی زياتوي له دې وروسته د يوې چاودنې غږ واورېدل شو او لوګي کلب په سر واخيست.
چارواکي وايي په ټپيانو کې د ۲۵ کسانو وضعيت د اندېښنې وړ دی
يو عيني شاهد وايي: ”خلک د لوګي له امله بې سده شول. په بشپړ ډول ګډوډي وه. خلک يو د بل تر پښتو لاندې کېدل.”
هغه مهال چې په کلب کې اور ولګېد تر ۴۰۰ کسان په کې وو.
يوه ځايي خبريال بي بي سي ته وويل کلب د يوې پخوانۍ کمپنۍ پر ځای جوړ شوی، چې د وتو لپاره يې يوازې دوه وړې دروازې درلودې.
دی وايي د دغو دروازو يوازې يوه يې په لومړيو شېبو کې پرانستل شوه.
يوه بل عيني شاهد د رومانيا دولتي خبري اژانس ته ويلي کانسرت ته ورغلو وېرېدلو کسانو په خپل زور او ټېله دويمه دروازه ماته کړه او وتښتېدل.
چارواکي وايي په روغتونو کې د ډېری هغو کسانو درملنه شوې، چې د لوګي تنفس کولو له امله بې هوښه شوي وو او يا هم سوځېدلي وو.
دوی وايي په ټپيانو کې د ۲۵ کسانو وضعيت د اندېښنې وړ دی.