اسراييلو “فلسطينی بريد کوونکی” وژلی
اسراييلو “فلسطينی بريد کوونکی” وژلی
څه موده وړاندې په مسجد الاقصی کې د یهودانو د کلني جشن په پیلېدو سره د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ نښتې او شخړې پیل شوې
اسراييلي چارواکي وايي يو فلسطينی چې غوښتل يې پر اسراييلي پوليسو د چاقو بريد وکړي په ډزو وژلی دی.
دغه پېښه د جنين ښار سره نژدې رامنځ ته شوې ده چې د تېرې يوې نيمې مياشتې وژونکو پېښو وروستی ګڼل کېږي.
د فلسطين د روغتيا وزارت په وينا تېره ورځ د اسراييلي ځواکونو په ډزو دوه فلسطينيان وژل شوي او سربېره پر دې ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
د تېرې يوې نيمې مياشتې په موده کې شاوخوا ۶۷ فلسطينيان د اسراييلي ځواکونو په ډزو وژل شوي. اسراييل وايي ډېری له دغو وژل شويو کسانو غوښتل پر ولسي وګړو او پوځيانو بريدونه وکړي.
د فلسطينيانو له خوا بريدونو کې ۱۱ اسراييلي وګړي هم وژل شوي، سربېره پر دې دوه اسراييلي وګړي چې اسراييلو پرې د عربو ګومان کاوه هم وژل شوي.
د بشري حقونو ډلې د اسراييلو له خوا پر فلسطينی بريد کوونکو د نا انډوله زور کارولو له امله نيوکې کړې.
د بښنې نړیوال سازمان” د اسراییلي پوځيانو له خوا د فلسطینیانو پرله پسې وژنې خواشیني ښوولې او وايي اسراییل په ښکاره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.
څه موده وړاندې په مسجد الاقصی کې د یهودانو د کلني جشن په پیلېدو سره د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ نښتې او شخړې پیل شوې.
فلسطینیان له دې کبله قهرېدلي وو چې بیت المقدس کې د مسلمانانو مذهبي ځایونو کې اسرايیلو محدودیتونه وضع کړي دي.
د بښنې نړيوال سازمان په راپور کې راغلي داسې اسناد شته چې په ځينو پېښو کې اسراييلي پوځيانو ناقانونه کړنې کړې دي، خو اسراييل وايي د خپلو وګړو د دفاع لپاره له زوره کار اخيستلی شي.