اچين كې ډرون بريد او عمليات، ۱۱ وسله وال مړه

اچين كې ډرون بريد او عمليات، ۱۱ وسله وال مړه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې برید کړی، چې چارواکي په کې د ۵ تنو طالب وسله والو د وژل کیدو خبر ورکوي.

چارواکي دغه راز په سیمه کې د افغان ځواکونو د پيل شویو عملیاتو پرمهال د ۶ تنو نورو وسله والو د وژل کیدو دعوه هم کوي.

د اچین ولسوال حاجي غالب وویل، چې بهرنیو ځواکونو د سه شنبې په ماښام د دغې ولسوالۍ د (سیا چو) سیمه کې د طالب وسلوالو په یو سراچه موټر بې پیلوټه برید کړی دی.

هغه زیاته کړه، په برید کې د یو قوماندان په ګډون ۵ افغان او بهرني طالبان وژل شوي دي.

ولسوال وايي کره نه ده؛ خو معلومات یې تر لاسه کړي، چې له وسلوالو سره په موټر کې یو ملکي بندي هم و، چې ښايي هغه هم وژل شوی وي.

بلخوا چارواکي په سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ۶ نورو دولت مخالفو وسلوالو د وژل کیدو خبر هم ورکوي.

د اچین ولسوال وویل، چې دغه وسله وال د چهار شنبې په سهار شاخوا ۳ بجې د افغان ځواکونو په یو برید کې ، چې د عبدالخیلو په (نرګوسۍ) سیمه کې وژل شوی دی.

بلخوا تر اوسه د دولت وسلوالو مخالفینو په دې اړه کوم نظر او غبرګون نه دی څرګند کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *