د هرات ولايت د ښخينه بندخوني مسولينو پر بندي ميرمنو د جنسي تيري ريپوټونه رد کړي دي

مخکي له دي د حقوقو او عدالت خيرنيزي موسسي په يوه خپاره شوي ريپوت کي ويلي وو چي په هرات کي پر بندي ميرمنو ډله ايز جنسي تيری شوی دی

په دي وروستيو کلونو کي د هيواد په بندخونو کي د فساد په هکله ديري ريپوتونه خپريزي په دې وروستیو کې د عدالت او حقوقو په نامه یوه بنسټ د یوه ریپوټ په خپرولو سره ویلي چې د هیواد په بیلا بیول بندخونو کې پر بندي میرمنو جنسي تیری کیږي

د هرات د ښځینه بندخونې آمرې صبورا سیما پژمان ددې ریپوټ پر وړاندې جدي غبرګون ښودلی دې د هرات ولایت له بندخونو د پوهنتون پّ توګه یادونه کړې ویلي یې دي نه یواځې چې به دې بند خونه کې بندیانو کوم زور زیاتی نه دی لیدلی بلکی دوی ته په بیلا بیلو برخ کې زدکړې ورکړل شوې دي میرمن پژمان د حقوق او عدالت د بنست د مسولینو د نیولو غوښتنه کړې ویلي یې دي حکومت باید په هرات ولایت کې د بندي میرمنو څخه د حثیت اعاده وکری

هرات د څارنوالی ریس سمیع الدین رهین ویلی د حقوق او عدالت بنست د ریپوټ په هکله چې مشري یې شمس الدین شمس کوي یو شمیر شکایتونه ثبت شوي چې تر ټولو یې مهم د هرات د ښځینه بندخونې په هکله دی ده ویلي دی اوس له هراته وتلی خو تر قانوني څار لاندې دی.

د مالوماتو له مخې د هرات په بندخونه کې درې سوه ښځینه بندیانې شتون لري چې تر سختو امنیتي تدابیرو او په یوه بیله ودانۍ کې ساتل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *