په هيواد کي دتيري ورځې په ځمکريږد کې د مړيني شميره ۲۷۶ او د ټپیانو شمیره ۲۷۵ کسانو ته رسیدلې ده

له دي سره په دي پيښه کي نږدي ۴۴۱۶ کورونه په بشپړه او يا يو دول زيانمن شوي دي دا ځمکريږد چي په تيرو لسيزو کي بيساري شودل شوي د هند، چين، پاکستان، تاجکستان او قزاقستان ځینې سيمي يي هم لړځولي دي

د پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په ولایاتو کې ددې ادارې د ریسانو له خولې ویلي: په لغمان ننګرهار پروان پنجشیر کاپیسا بدخشان تخار بغلان کابل او خوست ولایتونو کې د تیرې ورځې د ځمکریږد له امله د مړینې شمیره څلور اتیا او د ټپیانو درې سوه اته څلویښتو کسانو ته رسیدلې ده.

د ریپوټونو له مخې په کنړ ولایت کې ډيرش کسان مړه او یو سل درې نور ټپیان دي په لغمان کې پنځه مړه نولس ټبیان په ننګهرا کې پنځه لس مړه   سل ټپیان په پروان کې یو مړ لس ټپیان په بدخشان کې دولس مړه څلورویشت ټپیان په تخار کې دولس مړه دوه څلویښت ټپیان په بغلان کې دوه مړه لس ټپیان په نورستان کې پنځه مړه څلور ویشت ټپیان په کابل کې دوه مړه په پنجشیر کې څلور کسان ټپیان او په کاپیسا کې اوه کسان ټپیان شوي دي. له دې سره په دې ولایاتو کې څلور زره څلور سوه شپاړس کورنه په بشپړه توګه ویجار او یا هم زیانمن شوي دي.

د تیرې ورځې ځمکریږد چې تیره ورځ په یوه بجه او نهه دیرشو دقیقو پر مهال رامنځ ته شو له څلویښتو ډیرو ثانیو یې دوام در لود او په تیرو لسیزو کې بسیارې ښودل شوې ده. دې ځمکریږد افغانستان او پاکستان ته سخت ټکانونه ورکړي د هند چین تاجکستان قزاقستان یو شمیر سیمې ییې هم لړځولې دي. ددې ځمکریږد مرکز د هندوکش په غرونو کې د بدخشان له مرکز سره اویا کیلو متره لرې پروت او د ځمکې په لاندې په دوه سوه کیلیو مترۍ کې یې شتون درلود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *