د امريکا جنګي بیړۍ د چين لانجمنو اوبو ته نژدې شوې

چين ادعا لري چې د چين سويل او ختيځ سمندر ډېره برخه د دوی ده، خو د سويل ختيځې اسيا ځينې نور هېوادونه هم د دغو اوبو ادعا لري

د امريکا دفاع وزارت چارواکي وايي د دغه هېواد يوه سمندري بېړۍ د سويلي چين سمندر کې لانجمنو اوبو ته چې چين په کې مصنوعي ټاپوګان جوړ کړي، نژدې شوې ده.

د ”يو ايس ايس لاسېن” دا بېړۍ چې د کنټرولېدونکو توغنديو ويجاړوونکې ده د چين اوبو خوا ته ورغلې ده.

پرته له کوم محدوديت په ازاد ډول اوبو کې د بېړيو تګ راتګ د چين ځمکنۍ بشپړتيا له جدي ننګونو سره مخامخ کړې ده.

چين وايي په دې اړه معلومات راټولوي چې تاييد کړي په رېښتيا هم د امريکا سمندري بېړۍ د چين مصنوعي تاپو خواته ورغلې که څنګه.

د چين د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي وايي: ”که دا ريښتيا شي، نو موږ امريکا ته لارښوونه کوو چې د يوه کار له کولو وړاندې پر هغه فکر وکړي، نه دا چې په پټو سترګو يو څه کوي او له وړې خبرې غټه ستونزه جوړوي.”

چين ادعا لري چې د چين سويل او ختيځ سمندر ډېره برخه د دوی ده، خو د سويل ختيځې اسيا ځينې نور هېوادونه هم د دغو اوبو ادعا لري.

د امريکا دفاع وزیر اشټون کارټر مخکې اعلان کړی و، چې د داسې عملياتو ترسره کولو شونتيا ډېره ده.

د امريکا دفاع وزارت يوه لوړپوړي چارواکي رويترز خبري اژانس ته ويلي دغې جنګي بېړۍ د سې شنبې پر ورځ د مصنوعي ټاپو پر لوري خپل ماموريت پيل کړ او د څو ساعتونو لپاره هلته وه.

له امريکايي رسنيو سره په خبرو کې يوه چارواکي چې نوم يې نه دی اخيستل شوی ويلي له دغې جنګي بېړۍ سره د دې ساتونکې الوتکې هم ملتيا کوي.

نړيوال سمندري قوانين هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې د خپل هېواد يا اصلي ټاپو ۱۲ ‘سمندري ميله” شاوخوا اوبو د خپلولو ادعا وکړي.

نړيوال قوانين وايي هېوادونه، نه شي کولای د هغو اوبو د خپلولو ادعا وکړي چې بشري لانجې راټوکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *