د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو ځانګې ویلي په سوریه کې په تیره یوه میاشت کې د جګړو او نښتو له کبله ۱۲۰۰۰۰ کسان کډوالی ته اړ شوي دي.

دا کسان په حلب حماب او ادلیب ولایتونو کې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو د لوی منشي ویاند استیفن دوجاریک ویلي: دا کډوال لومړنیو مرستو لکه اوب خورو او کورونو ته اړتیا لري. همدارنګه په سوریه کې د داعش او نورو وسله والو پر وړاندې د سوریې هوایي بریدونه دوام لري او په تیرو دریو ورځو کې دې الوتکو د وسله والو پر مرکزونو دوه سوه پنځه اتیا عملیات ترسره کړي دي. د روسیې دفاع وزارت ویلي ددوی د تیرو څلورو اونیو په عملیاتو کې اته سوه سیمې په نښه شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *