د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالی امنيه قومندانښۍ له وسله والو پاکه شوې ده

سيمه ايزو مسولينو ويلي په دي عملياتو کي د ولسوال د مرستيال په گډون پنخه لس وسله وال وژل شوي دي

بله خوا د غزني ولايت پر خواجه عمري ولسوالي د وسله والو بريد په شا تمبول شوي دي

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالی درې میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو نیولې ده خو له دې مودې وروسته اوس سیمه ایزو مسولینو ویلي چې ددې ولسوالی له امنیې قومندانۍ څخه یې وسله وال طالبان په شا کړي دي. په دې ولایت کې د ملي اردو یه قومندان غلام حضرت کریمي ویلي دا عملیات د طوفان لس په نامه له دوه شپوراهیسې روان دي چې تر اوسه یې له امله پنځه لس وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي. دوی ویلي چې د د ملا عبدالرحیم په نامه د ولسوال مرستیال هم په وژل شویو کې تر سترګو کیږي دوی زیاته کړې افغان امنیتي ځوکونه د ملي اردو د هوایي ځواک په مرسته پرمختګ کړی او ددې ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ ودانۍ یې نیولې ده.

بله خوا په غزني ولایت کې چاراکي وایي چې امنیتي سرتیرو پر خواجه عمري ولسوالۍ د وسله والو برید په شا تمبولی دی د غزني امنیې قومندان امین الله امرخیل ویلي وسله والو طالبانو تیره شپه پر دې ولسوالی پراخ برید پیل کړ خو دوی ته د دیری مرګ ژوبلې په اوښتو سره شاتګ ته اړ شول دوي ویلي په ډې عملیات کې اتلس وسله وال او د پولیسو دوه قومندانان وژل شوي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *