طالبانو په غور کې یو هلک او جينۍ سنګسار کړل

د غور ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو په دې ولایت کې د (ناروا اړېکې) په تور یو هلک او جینۍ په کاڼو، ګټو ویشتلي دي.

دا هلک او جینۍ د غور ولایت د مرکزي فېروز کوه ښار د ۴۵ کېلومټرۍ په «ایدک غلمين» سیمې کې د «یکشنبې» په ورځ سنګسار شوي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل؛ دغه هلک او جینۍ چې د ۲۰ او ۲۵ کلونو په منځ کې عمرونه لري، تېره ورځ له کوره د تېښتې وروسته سیمیزو طالبانو نیولي وو.

د خطیبي په وینا، چې جینۍ د سنګسار په لړ کې وژل شوې او هلک د سنګسار له سېمې د تېښتې له هڅې وروسته بیا وسله والو طالبانو نیولی خو برخلیک یې لا معلوم نه دی.

د غور د والي ویاند وايي، چې طالبان په دې سیمه کې پراخه فعالیتونه لري او ځايي چارواکي له همدې کبله نه شي کولی، چې د دا ډول کړنو مخه ونیسي.

هلک او جینۍ دواړو کوژدنې درلودې، چې هلک او جینۍ په هغې کوژدنو خوښ نه و.

سیمیز خلک همدا ډول وايي، چې جینۍ د سنګسار پر مهال وژل شوې او هلک ژوندی دی، چې طالبانو په دورو وهلی دی.

د اسلامي احکاماتو له مخې که چېرته په یو هلک او جینۍ د ناروا اړیکو«زنا» تور پورې شي له ګواهانو د ګواهۍ ورکولو وروسته؛ که هلک او جینۍ واده کړی شوي وي، نو سنګساريږي او که واده ونه لري نو په دورو وهل کيږي.

اسلامي قوانين دا هم وايي، چې دا ټوله چاره باید د یوې رسمي قضايي ارګان له لورې ترسره شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې قضیې په تړاو څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *