جلال اباد، د بشرحقونو د كمسيون پر موټر بريد، ۲ مړه، ۵ ټپيان

جلال اباد، د بشرحقونو د كمسيون پر موټر بريد، ۲ مړه، ۵ ټپيان په جلال اباد ښار کې نن سهار شاوخوا اته بجې د بشرحقونو د خپلواک کمیسیون د عملې په موټر د سړک غاړې ماین چاودنه كې د دې كمسيون دوه كسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال وویل، چاودنه د جلال اباد ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د (روښان مېنې) سیمه کې د بشر حقونو کمیسیون د عملې په موټر شوې ده.

هغه زیاته کړه، د سړک غاړې دغه ماین چاودنې له امله د یاد کمیسیون دوه کارکوونکي وژل شوي او ۲ نور یې ټبيان دي.

بلخوا په ختیځ زون د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مشرې صبرینا حمیدي ویلي، په پيښه کې یې دوه کارکوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسلوالې ډلې د دغې چاودنې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *