A former Taliban fighter looks on after joining Afghan government forces during a ceremony in Herat province on March 26, 2012. Twelve fighters left the Taliban to join government forces in western Afghanistan. The Taliban, ousted from power by a US-led invasion in the wake of the 9/11 attacks, announced earlier this month that they planned to set up a political office in Qatar ahead of talks with Washington. AFP PHOTO / Aref KARIMI (Photo credit should read Aref Karimi/AFP/Getty Images)

یاغیان له منځه نه دي تللي خپل ځانونه یې بیا جوړ کړي

د افغانستان د ملي امنیت مشاور د اسلامي دولت ډلې او القاعده شبکې د خطر څخه خبرداری ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور وايي چې القاعده شبکې بیا په دغه هېواد کې ځان منسجم کړي او اسلامي دولت ډله افغانستان ته یو جدي ګواښ جوړوي.

حنیف اتمر وايي، دا ویره شته چې تروریستان بیا په افغانستان کې ځان ته د امن ځایونه جوړ کړي او د دغو ډلو د شړلو لپاره د ناټو او امریکا د ملاتړ غوښتنه کوي.

ښاغلي حنیف اتمر د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي دي چې القاعده، طالبان، اسلامي دولت ډله او د حقاني شبکې په شمول نور یاغیان خپلې څیرې بدلوي، هغه ویلي دي چې:

((دوی له منځه نه دي تللی، دوی خپل ځانونه بیا جوړ کړي دي.))

حنیف اتمر خبرداری ورکوي چې یاغیان ځانونه بیا منسجموي، خپل ځواکونه سره یوځای کوي او له بهره مالي مرستې او ملاتړ ترلاسه کوي او په دې ګمان چې تیرکال په افغانستان کې د ناټو د حربي ماموریت په ختمیدو سره افغان ځواکونه کمزوري شوي دي غواړي له فرصته استفاده وکړي.

په کندز باندې د طالبانو وروستي برید او د دغه ښار نیولو څرګنده کړه چې افغان ځواکونه د ناټو دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.

په تیرو دیارلسو کلونو کې له کومې نیټې راهیسې چې د طالبانو رژیم نسکور شوی دی دا لومړي ځل وو چی دوی د یوه ولایت مرکز د څه مودې لپاره ونیولو.

وروسته دوی د لښکرګاه او میمنې په شمول د افغانستان ځیني نور ښارونه هم تر ګواښ لاندې راوستل.

طالبانو چې په تیروکلونو کې یې چریکي بریدونه او چاودنې کولې سږکال یې خپل تکتیک بدل کړی او جبهي جنګونو ته یې مخه کړې.

رپوټ وايي چې وسله وال مخالفین له ګاونډیو هېوادونو خصوصاً د پاکستان له قبایلي سیمو څخه چیرته چې د پاکستان اردو په شمالي وزیرستان کې د دوی پناه ځایانو باندې عملیات پیل کړي افغانستان ته اوښتي دي.

حنیف اتمر وايي، څو ډلې یاغیان هلې ځلې کوي چې د افغانستان له لارې خپلو اصلي هېوادونو ازبکستان، چین، روسيي او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *