زلزلې افغانستان او پاکستان کې ۱۲۷ تنه مړه کړي

په جلال آباد ښار کې یوه کوچنۍ ماشومه چې په زلزله کې ټپي شوې روغتون ته لیږدول کیږي.

په جلال آباد ښار کې یوه کوچنۍ ماشومه چې په زلزله کې ټپي شوې روغتون ته لیږدول کیږي.

د وروستیو معلوماتو په اساس په افغانستان کې په شوې زلزلې کې ۳۳ تنه مړه شوي او تر ۲۰۰ ډېر ژوبل دي.

له پاکستان هم راپورونه وايي چې ۹۴ تنه مړه شوي او تر ۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

زلزله دومره زوروروه وه چې کابل، اسلام اباد او ډیلي یې لړزولي دي او ډېرې سیمې یې هم ویجاړې کړي دي.

په همدې حال کې چارواکي وايي چې شاید د تلقاتو ارقام نور هم پسې لوړ شي ځکه له لېرو پرتو سیمو شېبه په شېبه تازه معلومات ترلاسه کیږي.

د افغانستان د جمهور ریاست په اعلامیې کې ولسمشر غني ټولو چارواکو سپارښتنه کړې چې د زلزلې ځپلو سره مرستې ته ور ودانګي، خو اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې څومره کسان مړه شوي او ژوبل شوي.

په ننګرهار کې ۷۸، په کونړ ۳۰، په کابل ۲۱، په تخار کې ۱۲،بغلان کې اته، په پروان کې درې او بدخشان کې څلور تنه ژوبل شوي دي.

اخوا د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکي وايي تر دې دمه د ۴۰ کسانو د مړینې او څه باندې درې سوه نور ژوبل شوي دي.

خو دا وروستي ارقام نه دي او هر لحظه یې د بدلېدو امکان شته.

تر اوسه لا معلومات ورکړل شوي نه دي چې څومره کورونه او ځایونه ویجاړ شوي دي.

ولسمشر غني ټولو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې له اړمنو خلکو سره مرستې وکړي.

ولسمشر غني ټولو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې له اړمنو خلکو سره مرستې وکړي.

بل لورته په تخار ولایت کې د پوهنې رئيس سید عنایت الله نوید رسنیو ته ویلي، چې د طالقانو د بي بي هاجرې په ښوونځي کې له زلزلې وروسته د ټیل له امله دوولس زده کوونکې انجونې مړې شوي او پنځه دېرش نورې بیا ټپي شوي دي.

د تخار د پوهنې رئیس امریکا غږ ته ویلي دا ماشومان د ټيل ما ټیل له امله مړه شوي، د زلزلې د ویرې له امله، په وتو کې وو، له څلورم نه تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکي وو.

له دغو ددو ولایتونو ور اخوا په نورو ولایتونو کې هم د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي، خو لا هم رسمي منابع لا څه نه وايي.

د امریکا د جیولوجي ادارې د دې زلزلې شدت لومړی ٧٠٧ درجې ښودلی و او بیا یې وویل جې شدت یې ٧٠٥ ریشتر ثبت شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *