د داعش ډلې کړنې کوم ځانګړي قوم او مذهب پورې اړه نه لري
د داعش ډلې کړنې کوم ځانګړي قوم او مذهب پورې اړه نه لري
اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایې، د داعش ډلې کړنې کوم ځانګړي قوم او مذهب پورې اړه نه لري بلکې د دوې کارونه د وحشت او ترور استازیتوب کوي.ښاغلي عبدالله دا خبرې نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې:
((همدارنګه نورکسان چې په هر نوم د افغانانو په وړاندې جنایت کړی او د دوی یوه توطئه قومي مسایلو ته لمن وهل دي چې موږ ټول باید د دوې د توطئو د له منځه وړلو لپاره باید اقدام وکړو.))
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د داعش ډلې فعالیتونه ډير شوي دي.