امریکایان ویره لری چی د روسیی اوبتلونه به ټوله نړی له انتیرنیت نه بی برخی کړی

د امریکا پوځی مشری له دی نه ویره لری چی د روسیی سمندری ځواکونه به امریکا له انتیرنیت څخه بی برخی کړی.

روسی بیړی او اوبتلونه د امریکا د مهمو حیاتی کیبلونو تر څنګ چی تر اوبو لاندی د سمندر په تل کی غزول شوی او د هغوی له برکته عملاً په ټوله نړی کی انتیرنیتی مواصلات تامینیږی، تیری کوونکی فعالیت کوی. د پوځی ځواکونو او استخباراتی ادارو ځینی استاځی ویره لری چی روسان د دی کیبلونه د له منځه وړلو پلانونه لری.

ورځپاڼه لیکی، اوس امریکایان د سړی جګړی تر وخت په دی هکله زیاته اندیښنه لری. د دوی په باور، روسی پوځيان کولی شی نوری مزی په ډیرو سختو ځایونو کی زیانمن کړی، تر څو لویدیځ حکومتونه، اقتصاد او عادی وګړی د اړیکو له چټکی وسیلی چی دوی پری تړلی، محروم کړی.

خو اصلا، تر اوسه هیڅ داسی ثبوت نه شته چی د روسیی وسله وال ځواکونه تر ابو لاندی د انتیرنیتی کیبلونو د له منځه وړلو پلان لری. هغه مباحثی چی به دی اړوند په واشنګتن کی تر سره کیږی، ښیی چی هلته د روسیی هر عمل ته — د سړی جګړی د زمانی په شان، په بی باوری ګوری.

په دی هکله چی د امریکا چارواکی د دی لپاره څه تر سره کوی، تر څو د روسی بیړیو د فعالیت څارنه وکړی او دوی به د خرابی په صورت کی دا کیبلونه څه ډول ترمیموی، خبر نه دی ورکړی شوی. خو ډیر رسمی چارواکی په کلی توګه وایی چی دا موضوع د پنتاګون د زیاتی پاملرنی وړ ګرځیدلی ده. د امریکا د اوبتلونو د ځواک قوماندان ادمیرال فریدریک روګی څرګنده کړی: زه هره ورځ له دی په اندیښنه کی یم چی روسان هلته څه کوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *