د۴۰ کډوالو مړی د لیبیا په ساحلی سیمه کی موندل شوی دی

د لیبیا په ساحلی سیمه کی د څلویښتو کډوالو مړی موندل شوی دی. په دی هکله خبر د سری میاشتی استازی ورکړی دی.

په دی هکله محمد مصرتی چی د سری میاشتی د ټولنی استازی دی، وایی، ۲۷ مړی د «زیلیتین» د ښار سره او نور د لیبیا د پلازمینی طرابلس د ښار او په ګاونډ کی د حماذ د ښار په ساحلی سیمه کی موندل شوی دی. د «ریانووستی» خبری آژانس د نوموړی په حواله خبر ورکوی، چی اوسمهال د ۳۰ تنو نورو کډوالو چی د اټکل له مخی په دغی بیړی کی موجود وو، د پلټنی چاری روانی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *