هندي ځواكونو پر پاكستاني پوله ساتو بريد كړى

هندي ځواكونو پر پاكستاني پوله ساتو بريد كړى رپوټونه وايي، چې هندي سرحدي ځواکونو د پنجاب ايالت ګډه پوله کې پر پاکستاني سرتېرو د درنو او سپکو وسلو ډزې کړې دي.

پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې سرتېرو يې ځوابي ډزې کړې دي.

تر اوسه دواړو غاړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

د پاکستان پوځي چارواكو ويلي، چې ډزې د پنجاب ايالت د شکر ګړ پر سرحدي پوستو شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو ويلي، د جمعې په ورځ هم د هندي سرتېرو ډزو کې يو پاکستانى ټپي شوى و.

هندي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *