د الاقصی جومات په اړه د اردن او اسراييلو هوکړه
د الاقصی جومات په اړه د اردن او اسراييلو هوکړه
اوس یوازې مسلمانان اجازه لري چې دلته عبادت وکړي او د نورو مذهبونو پیروان یوازې کتلو ته ورتللی شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وایي، اسراییلو او اردن هوکړه کړې چې د بیت المقدس د الاقصی جومات شاوخوا کې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسولو په موخه ګامونه واخلي.
ښاغلي کېري له فلسطیني ولسمشر محمود عباس او د اردن پاچا ملک عبدالله سره تر کتنې وروسته اعلان وکړ چې اسراییل د دې ضمانت کوي چې د حرم شریف حالت به په اوسني وضعيت پاتې کيږي.
په رسمي توګه د حرم شریف متولي اردن دی.
اوس یوازې مسلمانان اجازه لري چې دلته عبادت وکړي او د نورو مذهبونو پیروان یوازې کتلو ته ورتللی شي.
له مسلمانانو پرته یهودان هم دا ځای مقدس بولي او د معبد غر یې بولي.
دغه جوړجاړی وروسته تر هغې کېږي چې په سيمه کې د فلسطينيانو او اسراييليانو ترمنځ د تاوتريخوالي څپې مخ په ډېرېدو دي.
ويل کېږي تراوسه د فلسطينيانو له خوا پر اسراييلو د چاقو بريدونو کې اته اسراييلي وګړي وژل شوي دي.
بل خوا د تاوتريخوالي په دغو پېښو کې شاوخوا ۵۰ فلسطينيانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
مسجد الاقصی د مسلمانانو او يهودانو دواړو لپاره يو سپېڅلی ځای ګڼل کېږي
د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کېرې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د اسراييلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره کتلي و، د ده په وينا خبرې يې په سيمه کې د سولې لپاره ګټورې وې.
ده ويلي غواړي بيت المقدس ته د ورتګ قوانين بايد واضح او روښانه وي.
د روان تاوتريخوالي له کبله اسرييلي پوليسو پر فلسطيني ځوانانو مسجد الاقصی ته پر ورتګ بنديز لګولی و چې وړمه ورځ يې دغه بنديز لرې کړ.
د اسراييلي پوليسو په وينا دغه بنديز يې د فلسطينيانو او اسراييلي ځواکونو تر منځ د وروستي تاوتريخوالي له کبله لګولی و.
مسجد الاقصی د مسلمانانو او يهودانو دواړو لپاره يو سپېڅلی ځای ګڼل کېږي.