افغان ځواکونو د جوزجان خم اب ولسوالۍ بیرته ونیوله

افغان امنیتي خواکونه اوس د افغانستان او ترکمنستان په سرحد کې یو کوچني ټاپو ته د نږدې اتیا تښتیدلو مخالف وسله والو لټه کويافغان امنیتي خواکونه اوس د افغانستان او ترکمنستان په سرحد کې یو کوچني ټاپو ته د نږدې اتیا تښتیدلو مخالف وسله والو لټه کوي

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وایي چې خم اب ولسوالۍ د نیولو وروسته اوس د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یوې سرحدي سیمې ته د تښتیدلو مخالف وسله والو د نیولو هڅه روانه ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مطبوعاتي سلاکار سلطان فیضي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د خم اب د ولسوالۍ په جګړه کې چې درې ساعته وخت یې واخیست، د افغان حکومت شل مخالف وسله وال وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.

سلطان فیضي وویل چې په دغه جګړه کې د ملي اردو اوه عسکر هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي فیضي وویل ” په سیمه کې تصفیوي عملیات لا روان دي، هڅه دا ده چې هغه شمیر مخالف وسله وال چې له سیمې تښتیدلي هغوی په یو ډول د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورشي “.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مطبوعاتي سلاکار وویل چې په خم اب کې د جګړې وروسته نږدې اتیا تنه مخالف وسله وال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د امو د سیند په یوه برخه کې یو کوچي ټاپو ته چې په ګڼو ونو پوښلی دی تښتیدلي دي.

هغه وویل چې افغان حکومت د ترکمنستان د حکومت سره په دې هکله اړیکې نیولي دي.

ښاغلي فیضي وویل “ددې لپاره چې دا یوه حساسه او کلیدي مسله ده د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ چې د سیند په منځ کې یوه وچه ده هلته اتیا تنو تروریستانو تیښته کړې ده،هڅه دا ده چې د ترکمنستان سره یوې موافقې ته ورسیږو “.

ښاغلي فیضي وویل چې ددې لپاره چې د دوو هیوادونو اړیکو مسله مطرح ده نو ځکه افغانستان غواړي دې مسلې ته د دیپلوماتیکو لارو حل پیدا کړي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *