ونزوئلا پر دي مسلي چي د ملگروملتونو امنيت شورا ددي بنسټ لنډ مهالو غړيو غوښتنو ته درنشت نلري نيوکه کړې ده

له ملګرو ملتونو د رارسیدلي ریپوټ له مخې، د امنیت شورا د جمعې په ورځ پر سومالیا او اریتره هیوادونو د وسلو د بندیز پریکړه لیک د څوارلسو موافقو رایو سره تصویب کړ. ونزویلا یواځینی هیواد وو چې د هوکړې ته یې ممتنع رایه ورکړه. په ملګرو ملتونو کې د دی هیواد استازی د شورا غړیوته ویلي:« زما هیواد له شورا څخه د درنښت غوښتنه کوي دا شورا باید ټولو هغه هیوادونو ته درنښت ولري کوم چې ددې شورا تل پاټې غړي او که لنډمهالي.»

د ونزویلا استازی چې مخکې له دې د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزیر وو ددی پریکړه لیک په هکله یې تر ډيره مالومات نه درلودل.

د ملګرو ملتونو لس لنډ مهالي غړی له یو سل درې نوي هیوادونو څخه ټاکل کیږي او هغه هیوادونه چې لنډ مهالي غړیتوب تر لاسه کوي تل په دې نیوکه کوي چې ددې شورا تل پاتې غړي لکه امريکا، روسيه، انگليس، فرانسه او چين په لومړنیو خبرو کې نورو هیوادونو ته ونډه نه ورکوي او په دې وروستیو کې دا ستونزه ډیره شوې ده.

نیوزیلنډ د دوه زره شپاړسم کال تر پایه ددې شورا غړی دی او په دې هکله چې تل پاتي غړي هیوادونه له خپل واکه ناوړه ګټه اخلي شکایت کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *