ولسمشر له واليانو سره په ويډيويي خبرو کي له دوي څخه غوښتي ترڅو په نوبت سره کابل ته راشي او ددوی د ولايتونو ستونزو په هکله د کابينو په ناستو کي پر حل لارو خبرو وشي

د حکومتي مسولينو د سل ورځيني پلان څيړلو دوهم پړاو د والیانو او ولایتونو ستونزو ته ځانګړی شوی او په همدي هکله ولسمشر تیره ورځ له یو شمیر والیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. له ولسمشرۍ ماڼۍ ځخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، ولسمشر د ولایتونو سل ورځینۍ پلان لوستلی د همغږي امنیت ټینګښت او له خلکو سره یې د اړیکو په هکله ددوی وړاندیزونه منلي دي.

له دې سره ښاغلي غني د ولایاتو وزارت خونو او خلکو ترمنځ اړیکو ته په نغوتې سره ویلي چې د سرپرستۍ پای ته رسیدو لپاره باید روښانه تګلاره وټاکل شي.

ولسمشر ویلي له دې وروسته به په دوارني ډول پنځه والیان کابل ته راځي د ملي امنیت شورا او اوړوندو وزارتونو له مسولینو سره به ګوري ترڅو د کابینې په ناستو کې دې ستونزو ته د حل لارې پیدا شي.

ولسمشر ویلي له دې وروسته به یوه والي ته هم اجازه ورنکړي چې حتی یوه ورځ په کابل کې پاتې شي او دنده یې په ولایت کې وي. ولسمشر والیانو ته په خطاب کې ویلي په هره ولسوالی کې باید د د دولتي جایدادونو په هکله یو نوم لړ چمتو شي. دوی د خبرو په یوه بله برخه کې ویلي د سل ورځینې پلان په دوهم پړاو کې باید د نیول شویو ځمکو او مالي سیستم ته ډیره پاملرنه وشي او له والیانو څخه یې غوښتي ترڅو د کانکور په روڼتیا کې ډيرې هیڅې وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *