کربلا نن د ميني او حسيني عرفان شاهد وه د نړۍ له بيلا بيلو هيوادونو څخه په ميليونونه مسلمانان نن د کربلا ښار ته تللي وو او د حضرت امام حسين د وير په ټغر کيناستل

له عراقه د رارسيدلو ريپوتونو له مخي د نري له گود گود خخه خلور ميليونه کسان له بهرنيو هيوادونو او پنخه مييليونه عراقيانو په دي مراسمو کي گدون کري وو

ننی کربلا د تیر په څير تر ډيره کرلاترینه وه دې ښآر ته د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو څخه په میلیونونه د حسین مینه وال را ټول شوي وو. عراق سیلاني وزارت مخکې له دې وړاند وینه کړې وه چې له بهرنیو هیوادونو به څلور میلیونه زیارت کونکي د کربلا ښار ته راشي او د پڼځو میلیونو کورنیو زیارت کونکو سره به یوځای شي. العالم خبري آژآنس هم له کربلا څخه ریپوټ ورکړی چې د زایرینو د چوپړتیا او د دوی د امنیت د ټینګښت لپاره ډيرې هڅې شوې او د ددې هیواد امینتي چارواکیو ویلي چې د زایرنو لپاره امینتي مسولین بشپړ چمتوالی لري.

د عراق روغتیا وزارت هم بیړنۍ چمتوالی نیولی ویلي یې دي چې زیارت کونکو ته بیلا بیلو ډوله روغتیایې چوپړتیاوې وړاندې شوې دي.

د عراق خبري آژانسو د ریپوټونو له مخې په کربلا کې د حضرت امام حسین د میلیونونو زیارت کونکو ترڅنګ امینتي بنسټونو هم د هغه زیارت کونکو د امنیت لپاره بشپړ چمتو والی نیولی کوم چې د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو د عراق به بیلابیلو سیمو څخه د زیات کولو په موخه د کربلا سیمې ته راغلي دي او ددې ښآر په بیلا بیلو سیمو کې په سلګونه زره امینتي سرتیرو ته دنده سپارل شوې ده.

همدارنګه د نړۍ یوشمیر نورو هیوادونو څخه هم را رسیدلي ریپوټونه دډې ښکارندویي کوي چې د عاشورا مراسم په ډیرې ګرمي سره تر سره شوي. ايران، پاکستان، هندوستان، د اروپا یوه برخه همدارنګه په افریقا او امریکا کې مسلمانانو هم د عاشورا مراسم تر سره کړي

عربي هیوادونو په ځانګړې توګه لبنان تور رنګ خپل کړی او په ډې هیواد کې د عاشورا په مراسمو کې په میلیونونه نارینه او ښځینه زیارت کونکو ګډون کړی وو

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *