د وسله والو طالبانو د مشر ملا اختر منصور مخالف طالب مشران په پاکستان کي سره را ټول شوي تر څو خپل نوی مشر وټاکي

ملا نيازي ويلي داسي يو پلان تر لاسه لاندي نيول شوي چي د تولو په خوښه يو مشر وټاکل شي او طالبان له ملا منصور خخه وژغورل شي

که څه هم د دریو ورځو لپاره د کندز ولایت نیول کیدو د طالبانو تر منځ ملا منصور ته تر ډيره اعتبار ورکړی خو له دې سره د طالبانو په مشری ددوی ترمنځ اختلافات شتون لري.

یوې نړیوالې رسنۍ د ملا منصور مخالفې ډلې د ویاند ملا عبدالمنان نیازي له خولې ویلي چې تر راتلونکو څو ورځو به د طالبانو نوی مشر وټاکل شي. دې رسنیو په مستقیمه توګه د ملا نیازي له خولي لیکلي: ” یو داسې پلان شتون لري چې د ټولو په خوښه به امیر وټاکل شی او له ملا منصور څخه به وژغورل شو”.

د طالبانو لوړ چارواکي چې دملا منصور مخالفین دي، ملا نيازي، ملا ذاکرالله ، ملا حسن رحماني و محمد رسول او ملا عبدالرزاق چې د طالبانو په رژیم کې د کورنیو چارو وزیر وو شتون لري. دې کسانو ویلي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پخوانۍ مشر سید طیب آغا هم له دوی څخه ملاتړ کوي.

د ریپوټونو له مخې د ملا منصور پر وړاندې د مخالفتونو لوی لامل له پاکستان سره دده اړیکې دي. ملا منصور، سراج الدین حقاني چې د طالبانو یو بنسټپاله غړی دی او د پاکستان له استخباراتي ادارې سره نږدې اړیکې لري د خپل مرستیال په توګه ټاکلی. یو شمیر طالب چارواکي وایي د حقاني ټاکنه یو ډول د ملا ذاکر سره د نفوس د انډول له مخې ده. ملا ذاکر یو مهال د ګوانتانامو په بند خونه کې بندي وو دی مخکې له ملا منصور څخه د ملا عمر نږدې ملګری وو او اوس مهال د ملا منصور له پیژندل شویو مخالفینو څخه شمیرل کیږي. له دې سره چې ملا ذاکرالله په هلمند ولایت کې ځواکمنه هډه لريخو ویل کیږي چې ملا منصور دده په پرتله ډير وسله وال او پیسې لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *