د کډوالو په تړاو د بښنې نړيوال سازمان خبرداری

په مې مياشت کې زرګونه کسان پرته له خوړو، اوبو او روغتيايي اسانتياو په سمندر کې ايسار پاتې وو

د بښنې نړيوال سازمان نوی راپور وايي د روان کال په لومړيو کې د اندامن سمندر کې د ډوبو شويو بېړيو له ۱۰۰۰ زیاتې سپرلۍ لا هم لادرکه دي.

سازمان وايي بنګله ديشي کډوال او له ميانمار نه تښتېدونکي روهينګا مسلمانان کښتيو کې د وتو پر مهال له سختو کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

اپور داسې مهال خپرېږي چې تمه ده انساني قاچاق کوونکي د اکتوبر په اخر کې د پشکال له موسم له پای ته رسېدو وروسته بيرته خپل فعاليتونه پيل کړي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د جنورۍ او جون مياشتو ترمنځ ۳۷۰ کسان مړه شوي او زرګونه نور د کښتيو پر مټ له سيمې وتلي دي.

خو د بښنې سازمان دا شمېرې کمې ښيي.

په راپور کې ويل شوي ”که زرګونه نه وي، سلګونه کسان لادرکه دي او ښايي يا مړه شوي وي او يا هم د شاقه کارونو لپاره پلورل شوي وي.”

په مې مياشت کې زرګونه کسان پرته له خوړو، اوبو او روغتيايي اسانتياو په سمندر کې ايسار پاتې وو.

د دغو کډوالو ځينو ته يې د اندونيزيا، ماليزيا او تايلنډ په کمپونو کې د اوسېدو اجازه ورکړای شوه.

ښايي دا لومړی ځل وي چې کډوال د بريتانيا تر واکمنۍ لاندې يوې بلې سيمې ته ورننوتي وي

د کډوالو په تړاو په يوه بل تازه خبر کې ويل شوي شاوخوا ۱۴۰ کډوال چې ښځې او ماشومان هم په کې دي په قبرس کې د بريتانيا يوې پوځي اډې ته رسېدلي دي.

ښايي دا لومړی ځل وي چې کډوال د بريتانيا تر واکمنۍ لاندې يوې بلې سيمې ته ورننوتي وي.

ويل کېږي دغه کډوال به په بريتانيا کې د پناه غوښتو هڅه وکړي.

بريتانيا له دغې پوځي اډې چې په سويلي څنډو کې پرته ده د اسلامي دولت ډلې پر ضد هوايي ګوزارونه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *