پښتونخوا کې پاکستاني ځواکونو څلور وسلوال وژلي

پوليس وايي په دغه نښته کې چې شاوخوا درې ساعته روانه وه امنيتي ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دی اووښتی

د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ښار کې د پوليسو او اورپکو ترمنځ ډزو کې لږترلږه څلور وسلوال وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي د نښتې په پايله کې ۱۲ نور وسلوال له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

دا پېښه د صوابۍ ښار ختيځ لوري ۱۸ کيلومترۍ کې د اجمير د غره ترڅنګ شوې ده.

د دغه ښار د پوليسو مشر بي بي سي ته ويل دوی ته لا له وړاندې داسې معلومات رسيدلي و، چې ګواکې سيمې ته شاوخوا ۱۵ مخ پټي وسلوال ورغلي دي.

دی وايي پوليسو او د ترهګرۍ ضد ځواکونو په ګډه سيمه کلابنده کړه او له څو ساعته جګړې وروسته د وسلوالو لويه برخه له سيمې وتښتېدل.

پوليس وايي په دغه نښته کې چې شاوخوا درې ساعته روانه وه امنيتي ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دی اووښتی.

چارواکي وايي له نښتې وروسته يې په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړل چې په پايله کې يې ۳۵ مشکوک کسان نيول شوي دي.

دوی وايي په دغه سيمه کې څو ورځې وړاندې هم د وسلوالو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې يو پوليس په کې ټپي شوی و.

د پېښور په ځينو سيمو کې هم د عاشورا له پيله وړاندې تصفيوي عمليات پيل شوي او د عملياتو ډېر تمرکز پر پېښور ښار دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *