يمني پلاوې روسيي ته دکړکيچ په هواری کې يو لړ وړانديزونه کړي دي

یمني پلاوي په مسکو کې د خپل سفر پر وخت دروسيي ددي خبري پر وړاندې ځپل ډاډ څرګند کړی چې ديمن کړکيچ دملګرو ملتونو تر سرپرستي لاندي د يوې سياسي لارې له امله هوار شي دامطلب ديمن دانقلاب دکميټي مرستيال او دپلاوې رئيس نايف الکانيس څرګند کړی دي.

نوموړي د چهارشنبي په ورځ په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل کله چې دوی دروسيي داستازو سره کتنه وکړه ورته جوته شوه چې روسيه غواړي ديمن کړکيچ د حل يوه لاره پيدا کړي او دوی چمتو دي د سياسي لاري موضوع هواره کړي.

ده زیاته کړه چې مسکو« غوښتنه کوي د ملګرو ملتونو تر سرپرستي لاندي ديمن کړکيچ هوار سي » « زه هيله من يم چې دژنيو کنفرانس به په دغه هېواد کې وينو توئيدو ته د پای ټکی کشيږدي ».

د نايف الکانيس په خبره چې ددوی راغلې پلاوې ديمن دکړکيچ په هوارولو کې روسيي ته درې وړانديزونه کړي دي. چې هغه دملګرو ملتونو تر سرپرستي لاندې ديمن دکشالې حل، پر یمن تيري بايد بند سي، اود هيوادونو له خوا کلابندې له هغې جملي دسعودي عربستان لخوا پای ته ورسيږي. « خو يو شمير نور ډير موضوعګاني دي چې لازمه نه ده د مطبوعاتي کنفرانس له لاري وويلسي» دامطلب نوموړې څرګند کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *