روسيي د خبرو له لاري د سوريي د ستونزو هوارول پيل کړي دي
روسيي د خبرو له لاري د سوريي د ستونزو هوارول پيل کړي دي د کرملين ماڼۍ له لوري په خپري شوې خبرپانه کي ويل شوي ولاديمير پوتين د سعودي عربستان اردن ترکيي او مصر له مشرانو سره خبري کړې اوټاکل شوي د جان کري په گدون ددي هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران په وينا کي سره وگوري
روسیې په داسې حال کې د خبرو لپاره دسوریې ستونزې د هواری هڅې پیل کړې، چې ددې هیواد جنګي الوتکو په سوریه کې له څو اونیو راهیسې د داعش او نورو وسله والو پر وړاندې بریدونه پیل کړي دي. د سوریې ولسمشر هم دوه ورځې وړاندې په یوه ناڅاپي سره له مسکوه لیدنه کړې او له خپل روسي سیال سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په هکله خبرې کړې دي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په وسیله خبر ورکړی چې ولادیمیر پوتین د خبرو له لارې د سوریې د ستونزې د هواری په هکله د سعودي عربستان اردون ترکیې مصر او په خپله له بشار اسد سره خبرې کړي دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکایي سیال سره د سوریې ستونزې د هواری په هکله خبرې کړي دي. او ټاکل شوې د جمعې په ورځ د یادو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په وینا کې په دې هکله یوه ناسته تر سره شي.
دډې ناستې اصلي موضوع په سوریه کې د ستونزو هواری ته د یوې سیاسي حل لارې رامنځ ته کول او د جګړې پای ته رسول ده. امریکا عربستان او ترکیه پّ سوریه کې د وسله والو ډلو ملاتړي هیوادونه دي او له واکه د اسد پر لرې کیدو ټینګار کوي. خو مسکو هڅه کوي ترڅو لږ تر لږه د سیاسي لیږد تر وخته داسد له شتون سر هوکړه وکړي. د سوریې په نږدي پنخه کلنه جګړه کې تر اوسه دوه سوه پنڅوس کسان وژل شوي په لسګونه زره ټپیان او په میلیونونه کډوالی ته اړ شوي دي.