سوریه کې د روسیې بمباریو ۴۵ کسان وژلي

منځلارو او اسلامي جنګیالیو ډلو جبل الاکراد په ۲۰۱۲ کال ونیو.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې وايي، ددغه هېواد د حکومت مخالفو وسله والو تر کنټرول لاندې شمال لوېدیځ لاذقیه ولایت کې د روسیې بمباریو لږترلږه ۴۵ کسان وژلي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، روسي جنګي الوتکو د لاذقیه ولایت پر جبل الاکراد سیمې د دوشنبې پر ماسپښین بمباري کړې ده.

ویل کېږي، په بمبارۍ کې د لوېدیځ په ملاتړ د سوریې د آزاد ځواک یو جګړن او د هغه کورنۍ او نور ملګري وژل شويد ي.

روسیه وايي، په دوشنبې یې لاذقیه کې د ”اسلامي دولت” ډلې جنګیالي په نښه کړي دي.

خو فعالان وايي، جهادي ډلې په دغه ساحلي ولایت کې ډېرې کمې لیدل کېږي، یا بیخي شتون پکې نه لري.

دغه سیمه د بشار الاسد د علوي ټبر تر ټولو قوي سیمه ده.

منځلارو او اسلامي جنګیالیو ډلو جبل الاکراد په ۲۰۱۲ کال ونیو.

دا چې دغه یوه غرنۍ سیمه ده، دوی پر لاذقیه هوايي ډګر په اسانۍ بریدونه کولای شوای.

جبل الاکراد وړاندې هم څو ځلې د روسي جنګي الوتکو د بمباریو شاهد و.

د مسکو له خوا د بشار الاسد په ملاتړ هوايي بریدونه د تېر سپتمبر پر ۳۰مه پیل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د دوشنبې په برید کې لسګونه نور کسان هم ټپیان شوي، او احتمال شته چې د ټپیانو شمېر هم ډېر شي، ځکه چې ځينې ټپیان په نازک حالت کې دي.

روسیه وايي، په دوشنبې یې لاذقیه کې د ”اسلامي دولت” ډلې جنګیالي په نه کړي دي.

د سیمه ییزې همغږۍ کمېټې او د مخالفو فعالانو شبکه وايي، په لاذقیه کې د تېرې دوشنبې برید ۵۷ کسان وژل شوي، چې ډېری یې د روسیې په هوايي بریدونه له منځه تللي دي.

ویل کېږي، تر ډېره د بمبارۍ هدف د بیشرفا کلی و، چې په وژل شویو کې ګڼ ماشومان او ښځې هم دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *