د محرم مراسمو د تر سره کولو امنيتي کميسيون ناسته تيره ورځ تر سره شوه په دي ناسته کي د کميسيون مسولينو او امنيتي چارواکيو ددي مراسمو د امنيت د تينگښت پر څرنگوالي خبرې کړي دي

په دې ناسته کې چې د حجت الاسلام هادي هادي په مشری تر سره شوه پکې د آسمایي یوسل یو زون قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمی ددی زورن مرستیال جنرال سید ګل آغا روحاني د ښاري امنیت مرستیال جنرال اندړ د کابل د ترافیکو مدیر او د کابل ښار د یو شمیر تکیه خانو او جوماتونو مسولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې پریکړه وشوه چې د محرم په اومه ورځ به د خلکو کاروان د کابل له لویدیخه سخي تر زیارته د عاشورا په شپه او ورځ به دا تول کاروان له لویدیخه تر قلعه فتح الله له قلعه چی د حضرت ابو الفضل په نامه تر زیارته راځي او ددې لارو کروکي د کابل د ترافیکو ریاست له لوري د غونډې ګډونوالو ته وسپآرل شوه له دې سره په دې ناسته کې د محرم له شپږمې تر یولسمې د ویرجنو د امنیت په هکله خبرې وشوې او امنیتي مسولینو دې برخې ته په بشپړه توګه چمتوالی ښودلی دی.

د کابل په لویدیځ او نورو سیمو کې د ویرجنو د ډلو مشرانو اععلان کړی چې دا مالومات او هوکړې به له خپلو پلویانو سره شریکې کړي او په هغه پلانون به عمل وکړي کوم چې د امینتي چارواکیو او کمیسیون ترمنځ پرې هوکړه شوې ده.

په دې ناسته کې امنیتي مسولینو د امینت د ټینګښت ژمنه کړي او له استازو څخه یې غوښتي ترڅو د هووکړې پر پلان عمل وکړي

د محرم مراسمو تر سره کونکي کمیسیون د امینتي چارواکیو له همکاریه مننه کړې د آسمایی یوسل یو زون قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمی ددی زون مرستیال جنرال روحانی   جنرال اندړ   د ترافیکو ریس او د ترافیکو د ارکانو ریس ته قران کریم او نور اسلامی کتابونه د ډالی په توګه ورکړي دي

د محرم مراسمو تر سره کونکی کمیسیون د افغانستان د شیعه عالمانو د دینی چارو ځانګې تر نظر لاندې او د حجت الاسلام سید هادی هادی \ه مشری فعالیت کوي په ډې کمیسیون کې د ولسی جرګې غړي حجت الاسلام نعمت الله غفاری او صادقي زاده نیلي او د افغانستان د شیعه عالمانو یو شمیر غړي غړیتوب لري له دې سره د یو شمیر تکیه خانو او جوماتونو مسولین هم ددې شورا له غړیو حسابیږي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *