سلوانیا هره ورځ ۲۵۰۰ کډوالو ته د مخکې تګ اجازه ورکوي
سلوانیا هره ورځ ۲۵۰۰ کډوالو ته د مخکې تګ اجازه ورکوي
دغه کډوال له ترکیې نه د یونان، مقدونیا او سربیا له لارې له اونیو سفر وروسته رسیدلي دي.
سلوانیا به هره ورځ یوازې ۲۵۰۰ کډوالو ته اجازه ورکړي، چې له پولو یې تېر شي.
دا شمېره د هغې نیمايي ده، چې ګاونډي هېواد کرواتیا یې غوښتنه کړې.
د کورنیو چارو وزیر بوستجان سیفک وايي دوی د کرواتیا د ۵۰۰۰ کسانو تېریدو غوښتنه ځکه نه شي منلای، چې وايي د اتریش ورځنی حد۱۵۰۰ کسان دي.
دغه کډوال چې ډېری یې له افغانستان، عراق او سوریې راغلي، له کرواتیا او سلوانیا تېریږي، چې لوېدیځې اروپا ته ورسیږي.
د پرمختلونکو کډوالو شمېرو لپاره د حدونو ټاکل د دې سبب شوي، چې د کرواتیا او سربیا تر منځ د پولې سیمې کې د یوځای شویو کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر په ډېرېدو شي. سیمه کې د بي بي سي خبریال ګای دیلایونې وايي، کېدای شي سلوانیا جرمني، سویډن یا ناروې ته پر لاره کډوالو ته یوازې د یوې لارې حیثیت ولري، خو دغه هېواد کې چارواکي نه غواړي د سیمې نورو هېوادونو د پولو تړل کېدو له کبله د لسګونو زرو کډوالو ډېر لوی پیټی د دوی پر اوږو وي او یا یې هم حالت لا ناوړه شي.
د کرواتیا په ختیځ اوپاتوک ښارګوټي کې نژدې ۴۰۰۰ کډوال سلوانیا ته د پرمختګ لپاره انتظار کوي
خو شمېرې که هر څه دي، کرواتیا کې چارواکي اندېښمن دي، چې خلک یې د هېواد له لاري چټک یون نه کوي.
یوه حکومتي چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې کرواتیا ڼرانزیټ کمپونو کې به د یو څو ورځو مودې کې شته وړتیا پای ته ورسیږي.
د یکشنبې په ورځ سربیا کې له کډوالو د نژدې ۴۰ ډکو بسونو ودرول شول او د قهرجنو کډوالو او له ګڼو پولیسو تر منځ تاوتریخوالی ولیدل شو.
یوه افغان کډوال محمد ثامین ایسوشيټیډ خبري اژانس ته وویل: ‘ څلور ساعته کېږي، چې بسونو کې منتظر ناست یو، موسم خورا سوړ دی، ډېره یخنې ده او ماشومان هم راسره دي.’
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي، چې د کرواتیا په ختیځ اوپاتوک ښارګوټي کې نژدې ۴۰۰۰ کډوال سلوانیا ته د پرمختګ لپاره انتظار کوي.
دغه کډوال له ترکیې نه د یونان، مقدونیا او سربیا له لارې له اونیو سفر وروسته دغه ځای ته رسیدلي دي.