د سلما بند رغاونې ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې
د سلما بند رغاونې ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې
په څلورو لسیزو کې دا په افغانستان کې د هند تر ټولو ستره پروژه ده، چې د افغانستان لومړني ولسمشر داود خان یې د جوړېدو هیله لرله
د هرات په ختیځ کې د سلما بند پروژې مسوولین وایي چې د دغې پروژې ۹۰ سلنه کار بشپړ شوی دی او راتلونکی کال به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
زموږ خبریاله نجما ځلا د دغه بند د جوړیدو چارو په هکله چې د هریرود د سیند د پاسه جوړیږي، خپل رپوټ کاږي، چې سلما بند ته په خوندي توګه یوازې د هو له لارې تګ راتګ کېږي.
د هرات چشت والسوالۍ کې پراته دغه بند ته هندي انجینران په چورلکو کې ځي راځي.
په څلورو لسیزو کې دا په افغانستان کې د هند تر ټولو ستره پروژه ده، چې د افغانستان لومړني ولسمشر داود خان یې د جوړېدو هیله لرله او ۲۵ سلنه کار یې هم هغه وخت بشپړ شو، خو جګړو دغه چارې ټکنۍ کړې.
۱۰ کاله وړاندې هند حکومت یو ځل بیا د دغه بند رغاونې ته چمتو شو.
لومړی اټکل داسې و چې د سلما بند پر رغاونې به ۱۰۷ میلیونه ډالره لګښت راځي، خو د وخت تېرېدو او امنیتي، تدارکاتي ستونزو یې لګښت ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته ورساوه.
د سلما بند د اوبو اصلی زېرمه ۲۰ کیلو متره اوږدوالی او نژدې څلور کیلومتره سور لري
د سلما بند د اوبو اصلی زېرمه ۲۰ کیلو متره اوږدوالی او نژدې څلور کیلومتره سور لري.
دغه بند د ۶۴۵ میلیون متر مکعبو اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې ډکېدل یې له ۹ تر ۱۲ میاشتو وخت غواړي.
د اوبو زېرمه کولو چاره یې سږکال دوبی پیل شوه. د دغه بند په اوبو ا۸۰ زره هتکاره ځمکه خړوبیدای شي.
د سلما بند ټوربینونه د ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لری چې پر هرات سربېره ځینې نورې سیمې هم رڼاکولای شي.
افغان حکومت هڅه کوي چې د بند د رغونکو امنیت خوندي کړي.
اوه کاله وړاندې د دغه بند ۱۱ افغان ساتونکي په یوه برید کې ووژل شول، خو د افغان امنیتي چارواکو په وینا په دا وروستیو کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.
سلما بند ته د افغان حکومت له لوري د افغان هند د دوستۍ نوم ورکړل شوی