د ۲۰۱۵ کال د حج په مراسمو کې د ټولو وژل شویو کسانونوم لړ اعلان شو

د سعودي عربستان د روغتیا وزارت، په دوه زره بنڅه لسم کال کې د حج په مراسمو کې د ټولو وژل شویو حاجیانو نوم لړ خپور کړ. دې وزارت له دې سره چې ویلي یې دي: د سعودي عربستان دولت چې مشري یې خادم الحرمین شریفین او ولي عهد په ټول واک او ځواک سره د هغه حاجیانو لپاره آسانتیاوې رامڼځ ته کوي او ددوی په ساتنه کې د زړه له تله هځې کوي کوم چې د حج مراسمو د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته راځي، ویلي چې د روان کال د حج په مراسمو کې د ټولو وژل شویو نوم لړ اعلانوي.

په ډې نوم لړ کې د وژل شویو کسانو نمونه انځورونه او د هیوادونو نومونه اخستل شوي او ددې کسانوو کورنۍ کولای شي د بهرنیو چارو وزارت سایټ ته په ورتګ او ددې نوم لړ په لوستلو سره ددې کړکیچ په هکله بشپړ مالومات تر لاسه کړي. له دې سره د سعودي عربستان د روغتیا وزارت له لوري په ورکړل شویو مالوماتو کې راغلي چې د الله ج څخه غواړو ترڅو شهیدانو ته جنت ورکړي او ددوی کورنیو ته جمیل صبر او د حرمین او شرفین هیواد د خدای له هر ډول شر او غم څخه وساتي. د ویلو وړ ده چې د سعودي عربستان د روغتیا وزیر خالد الفالح د منا پیښې یوه ورځ وروسته ژمنه کړې وه چې دوی به ددې پیښې د قربانیانو په هکله روښانه او کره شمیره اعلانوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *