حرم الشریف کې نړیوالو مشاهدینو ته اړتیا نه شته

موږ د هېڅ کوم بدلون په اړه غور نه کوو او نه اسراییل داسې څه غواړي جان کېري

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي، د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ د اوسنیو شخړو مرکز او د مسلمانانو او یهودانو لپاره مقدس مقام حرم الشریف کې د نړیوالو مشاهدینو ګومارنې ته اړتیا نه شته.

منځني ختیځ ته له سفره مخکې د اسپانیا مادرید ښار کې د خبرو پر مهال نوموړي وویل، چې اسراییل باید په دغه سیمه کې د ( اوسني وضعیت ) پر ځای ساتلو ژمنو لړ کې خپل دریځ څرګند کړي.

له دې مخکې فرانسې د سیمې پر حالت د غور لپاره د امنیت شورا رابلل شوې بېړنۍ غونډه کې بې پرې نړیوال څار ته د حرم الشریف سیمې سپارلو وړاندیز کړی و. د رویټزر خبري اژانس په رپوټ کې د جان کېري له قوله ویل شوي دي:

‘ موږ د هېڅ کوم بدلون په اړه غور نه کوو او نه اسراییل داسې څه غواړي ‘

د نوموړي په خبره، اسراییل د اوسني حالت ساتلو په اهمیت پوهیږي، اړتیا دا ده، چې ټول په دې وپوهیږي، چې معنا یې څه ده.

‘ موږ د هیڅ کوم بدلون په اړه غور نه کوو او نه له بهر نه د چا راوستلو هیله کوو.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر خپله هم د منځني ختیځ په سفر ځي او هلته به د عادي حالت راوستلو امریکايي هڅو لړ کې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او فلسطیني ولسشمشر محمودعباس سره وویني.

حرم الشریف کې د وروستي تاوتریخوالي له څرګندیدو وروسته داسې ګنګوسې وي، چې ګواکې اسراییل غواړي دغه سیمه خپله ولکه کې راولي، خو اسراییلو دغه ګنګوسې رد کړې او ویې ویل، چې پخواني انتظام کې کوم بدلون نه راولي.

له اوسني نظام سره سم یهودان کولای شي حرم شریف ته ننوځي، خو دوی هلته عبادت نه شي کولای.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *