افغانستان او ایران غواړي سوداګریزې همکارۍ زیاتې کړي

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې په دې لټه کې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو همکاريو ته پراختیا ورکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وايي، چې د ۱۶ کسیز پلاوي ۳ ورځنۍ ناستې کې به ایراني لوري سره د ګډو پانګونو او د سوداګرۍ په څرنګوالي خبرې اترې وکړي.

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ خونو ترمنځ ګډ ه ناسته نن( دوشنبه) په کابل کې د ( د اقتصادي پراختیا د لارو چارو ارزونه) تر عنوان لاندې جوړه شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونو مرستیال احمد توفیق داوري وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ راکړه ورکړه له ۲ میلیارده ډالرو اوړي او افغانستان ته د اېران صادرات ۱.۷میلیارده ډالرو ته رسيږي.

داوري زیاتوي، چې ایران په ځېنو صادراتي توکو ګمرګي تعرفه را ټېټه کړې او دوی به په دې ناسته کې د ځېنو نورو ګمرکي او او ټرانزیتي ستونزو په حل وغږيږي.

د دواري په خبره، ایراني پانګوالو تر اوسه په افغانستان کې له ۶۰۰ مېلونو زیاتو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.

د ایران د « خراسان رضوي» د سوداګرۍ د خونې مشر محمد صمدي وايي، چې د نورو هېوادونو په منځ کې افغانستان د ايران ستر اقتصادي شریک دی او د ایران زیاتو سوداګرو په افغانستان کې پانګونه کړې ده.

صمدی وايي، چې هېواد یې له ۳۰ سلنه زیات صادرات افغانستان ته کوي او د دا ډول ناستو په جوړولو سره به هڅه وکړي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو پرمخ پرتې ستونزې له منځه یوسي.

ایراني لوري زیاته کړه، چې دوی په افغانستان کې سوداګر پانګونې ته هڅوي او همدا ډول له افغانستانه هم غواړي چې ایراني سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان دې ایراني سوداګرو سره د استوګنې په ځای، د کار جواز، بانکونو او پور ورکړې کې مرسته وکړي.

صمدي زیاته کړه، چې ایران چمتو دی افغان پانګوالو ته د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې لاس ورکړي.

افغانستان د اړتیا وړ یوه زیاته برخه توکي له ایران واردوي، خو وخت په وخت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکېچ ددې لامل کيږي، چې په سوداګرۍ هم اغیز وکړي.

بل خوا ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې د ایران چابهار بندر د افغانستان، هندوستان او اېران ترمنځ د راکړې ورکړې په یو لوی مرکز بدل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *