مالدیپ: له واده پرته د ماشوم زېږولو سزا سنګسار
مالدیپ: له واده پرته د ماشوم زېږولو سزا سنګسار
په ډبرو د دغې ښځې وژلو سزا خلاف په خواله رسنیو کې پراخې نیوکې لیدلې کېږي
مالدیپ کې یوې ځايي محکمې یوې ښځې ته له دې کبله د سنګسار سزا ورکولو پرېکړه کړې، چې وايي بې واده یې ماشوم زېږولی دی.
مالدیپ د خپلو ښاېسته ټاپوګانو له کبله د سیلانیانو د پام وړ سیمه ده.
د دغې پرېکړې خلاف به استناف غوښتنه وشي، ځکه وايي دا یوه غیر قانوني پرېکړه ده.
د دغه هېواد په تاریخ کې د محکمې له لوري د دغه ډول سزا ورکولو مخینه نه شته، خو له دې مخکې په عام محضر کې په درو د وهلو سزا ورکړله شوې ده.
دوه کاله مخکې محکمې یوې ۱۵ کلنې پیغلې ته، چې جنسي تېری پرې شوی و، له واده مخکې د جنسي اړیکو په تور د ۱۰۰ درو سزا ورکړې وه.
په ډبرو د دغې ښځې وژلو سزا خلاف په خواله رسنیو کې پراخې نیوکې لیدلې کېږي. د مالدیپ قوانین د اسلامي شرعي قوانینو او انګلس کامن لا نه ماخوذ دي.