زرګونه کډوال او پناه غوښتونکي سلوانیا ته ننوتل
زرګونه کډوال او پناه غوښتونکي سلوانیا ته ننوتل
تراوسه هره ورځ ٨٠٠٠ پناه غوښتونکي د هنگري له لارې د اروپايي اتحاديې نورو هېوادونو ته تېرېدل
له کرواتیا نه زرګونه کډوال له هغه وروسته سلوانیا ته روان دي، چې هنګري یې پر مخ پوله وتړله.
د شنبې په ورځ ۲۷۰۰ کسان سلوانیا ته ورسیدل او داسې تمه کېده، چې شپې مهال به نور هم دغه هېواد ته ورسیږي.
لومړی وزیر میرو کیرار وايي د ګڼې ګوڼې سمبالښت لپاره یې له پولیسو سره د مرستې لپاره پوځیان هم ګومارلي دي.
نوموړی وايي تر هغې، چې جرمني او اتریش د دغو کډوالو منلو لپاره خپلې پولې پرانیستې پرې ایښې وي، هېواد به یې تر هغې د کډوالو ورتګ مخنیوی و نه کړي.
له دې مخکې هنگري ويلي و چې وروسته له هغه د خپلې پولې تر تړلو ورته بله لار نه وه پاتې چې اروپايي اتحاديه په دې کې پاتې راغله چې د خپلو بهرنيو پولو ساتنه وکړي.
لومړی وزیر میرو کیرار وايي د ګڼې ګوڼې سمبالښت لپاره په موخه یې له پولیسو سره د مرستې لپاره پوځیان هم ګومارلي دي
تراوسه ، هره ورځ ٨٠٠٠ پناه غوښتونکي د هنگري له لارې د اروپايي اتحاديې نورو هېوادونو ته تېرېدل.
فرانسه وایي د هغو کډوالو شمېره چې د کالې په ښار کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي په تېرو اوونیو کې دوه برابره شوې او ۶ زرو کسانو ته رسېدلې ده.
یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي ویلي، لامل یې دادی چې امنیتي ګامونه سخت شوي او پولیس نه پرېږدي چې کډوال له دیوالونو واوړي او د تونل له لارې برتانیې ته ولاړ شي. چارواکی وایي کډوال باید په دې پوه شي چې کالي یوطرفه مړ سړک دی.
بل لور ته د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، سږکال تر اوسه شپږ سوه زره کډوال د بېړیو له لارې اروپا ته رسېدلي دي.
دا شمېره چې لا کال هم نه دی پوره، د ټول تېرکال درې برابره ده شمېرې ښيي چې.
شمېرې ښيي چې د کډوالو زیاته برخه د سمندر له لارې له ترکیې یونان ته ورځي. د کډوالو دویمه لویه برخه د مدییترانې له لارې له لیبا نه ایتالیا ته درومي.
یو ان اچ سی ار وايي، تر اوسه ۳زره تنه ډوب شوي او یا تري تم دي.
هلته د جرمني پولیس وايي، پر هغه سړي رواني ازمیښتونه روان دي چې د کولن په ښار کې یې ښاروالۍ ته کاندید په چاړه وواهه او سخت یې ټپي کړ. چارواکي وایی، د برید انګيزه توپیري چلند سره تړلې او بریدګر د حکومت په دې تګلاره غوسه و چې ولې لسګونه زره کډوال مني.