د لښکرګاه او نادعلی ترمنځ جګړه روانه ده

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د دغه ولایت یوه د ناامنه ولسوالیو څخه ده

د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې د لښکرګاه ښار او نادعلي ولسوالۍ ترمنځ د باباجي په سیمه کي د وسله والوبرید کونکو او افغان امنیتي قواوو ترمنځ نښته روانه ده

د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې مخالفو وسله والو د څلورمې حوزې اړوند د باباجي د سیمي او د نادعلي ولسوالۍ د کوفکه او لوی مانده د سیمي د پوليسو پر څو پوستو باندي له نن سهار وختي راهیسې بریدونه پيل کړي دي.

د هلمند امنیه قومندان پاسوال نبي جان ملاخیل د نښتې تائید وکړ خو زیاته يې کړه چي پدې نښته کي د مخالفو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله او ښتې ده خو هغه په دې په اړه څه و نه ویل.

یوه بل امنیتي مقام چي نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي امریکاغږته وويل چې د باباجي په نښته کي د پوليسو ۲ پوستو سقوط کړی.

عیني شاهدانو له اشنا رادیو سره په خبرو کي وويل چې په سیمه د نړیوالو قواوو د قاطع ماموریت الوتکي هم الوتنې لري او د ډزو ږغونه په لښکرګاه ښار کي هم اوریدل کیږي .

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې په سیمه کي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لاهم د مخالفو وسله والو سره په نښته اخته دی چې کره معلومات به يې وروسته په ډاګه شي

وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته د یوه تلیفوني پیغام له لاري ادعا کړې چي د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه يې په بابا جي سیمه کي د لوی مانده او بغرا د غاړي پر ۶ پوستو د برید په ترځ کي ۳۹ تنه افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د فاریاب غورماچ ولسوالۍ طالبانو لا س ته ورغلې ده

په فاریاب ولایت کې افغان امنیتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د غورماچ ولسوالۍ تیره شپه د افغان حکومت مخالفو وسله والو لاس ته ورغلې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند رضا رضایي امریکا غږ ته وویل چې د غورماچ په ولسوالۍ باندې مخالفو وسله والو تیرشپه جګړه پیل کړه چې د شپې په یوه بجه د ولسوالۍ مرکز د مخالفو وسله والو لاس ته ورغله.

ښاغلي رضایي وویل چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته اور اچولی دی.

د ملي اردو د ځواکونو دغه ویاند وویل چې د مخابراتي اړیکو د پرې کیدو له امله په جګړه کې د رامنځ ته شوو تلفاتو په باب معلومات نه لري.

تراوسه طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *