حماس ډلې، روسيه فلسطين ته وربللې

حماس ډلې، روسيه فلسطين ته وربللې په فلسطين كې د اسراييلو ضد وسله والې ډلې حماس پر روسيه غږ كړى دى چې په دغه هېواد كې د اسراييلي ځواكونو د ظلمونو مخه ورسره ونيسي.

د حماس ډلې مشر خالد مشعل د روسيې مرستيال خارجه وزير ته په ټليفوني تماس كې ويلي چې د اسراييلو د مخ پر زياتېدونكي تشدد مخه ونيسي.

حماس ډلې ويلي، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ورته ډاډ وركړى چې د اسراييلو د روانو ظلمونو په وړاندې به اقدامات وكړي.

روسيې دغه راز ويلي، له سوريې وروسته په عراق كې هم د داعش ضد عملياتو ترسره كولو ته چمتو ده.

د دې هېواد د دفاع وزارت مرستيال اناطولي انونوف ويلي، له دوى څخه د سوريې جمهور رئيس د پوځي او تخنيكي مرستو غوښتنه كړې وه، خو كه عراق دا مرسته وغواړي روسيه به ورته مثبت ځواب ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *