د غزني ولايت يو شمير کلتوريان وايي په داسي حال کي چي د هيواد دښمنان غواړي د بيلا بيلو پرگنو او مذهبونو ترمنځ واټن رامنځ ته کړي د محرم مياشت او د عاشورا مراسم ددوی د چلوټو د شندولو لپاره ښه فورصت دي

د محرم میاشتې په رارسیدو سره د غزنی ښار د ویرجنی ځیره خپله کړې ده خلکو له څه مودې راهیسې جوماتونه حسینییې سیمې او تکیه خانې په تورو ټکرو پوښلې دي د ښار او نورې لویې دروازې یې په عاشورایي نښو پوښلې دي

په غزني ولایت کې ځینې مخور وایي د روان کال د عاشورا په مراسمو کې د تیرو کلونو په پرتله باید په روان کال کې یوالي او ورور ګلوی کچه لوړه شي. دوی دې ته په نغوتې سره چې د هیواد دښمنان د پرګنو او مذهبونو ترمنځ د واټن د رامنخ ته کولو په هڅه کې دي له خلکو وغوښتل ترڅو په لوړه پیمانه په دې مراسمو کې په ګډون سره د دښمن چلوټو ته نه ووایي.

غزنی له دې امله چې بیلا بیلې پرګنې پکې ژوند کوي د مسولینو له لوري کوچونۍ افغانستان نومول شوی او د محرم میاشت ددوی ترمنځ د یوالي لامل ګرځي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *