تحلیل (څیړنه): د طالبانو د ځواکمنیدو لاملونه

وسله والو طالبانو په تیره اونۍ کې په کوچونیو او لویو ښارونو د بریدونو تکتیک ته دوام ورکړ. پر غزني ولایت ددوی د تیرې اونۍ برید شنډ شو خو دا ډله په دې بریالی شوه ترڅو د کابل کندهار لاره تر یوې مودې وتړي. په هر دلیل چې وو طالبان په روان کال کې ځواکمن شوي خو ددوې دې ځواکمنتیا ته له بیلا بیلو اړخونو کتل کیږي.

د ملي یوالي حکومت د لید له مخې: له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او له افغان امنیتي ځواکونو د هوایي ځواکونو نه ملاتړ د طالبانو د پیاوړتیا لامل ګرځیدلي. حکومت پّ دې آند دی چې وسله وال طالباان او ددوی ملاتړي دې ته په تمه وو ترڅو له هیواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره پّ دې برخه کې تشه رامنځ ته شي او اوس پاکستان هڅه کوي ترڅو د واک دا ټکی تر لاسه کړي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره ددوی ځای تر یوې کچې تش شوی دی او اسلام آباد اوس ددې تشي د ډکولو په هڅه کې دی. د طالبانو په هکله د حکومت د مواضعو مجموعه دا ټکی په ډاګه کوي چې روان کال د طالبانو لپاره برخلیک لیکونکی کال دی دوی په دې آند دي که چیرې په اوسنیو حالاتو کې خپلو موخو ته ونه رسیږي نو دوامداره جګړه به ددوی شتون ته زیان ورسوي او له دوی څخه به د خوځښت ځواک واخلي. نو له دې مخې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی ترڅو لوی ښارونه ونیسي او لویې لارې بندې کړي. کیدای شي د لویو لارو له تړل کیدو ددوی موخه دا وي ترځو پر کابل ترانزیتي او اقتصادي بندیز ولګوي.

د طالبانو د ځواکمتیا دوهم تحلیل یا څیړنه دا ده چې وسله وال طالبان په روان کال کې د دولت د ضعف او کمزورتیا له مخې ځواکمن شوي . دملي یوالي حکومت پر اوضاع تر ډيره کنترول نه لري په ننه کې له اختلافاتو سره مخ دی او د ورځې په تیریدو سره سیاسي ثبات له ګواښ سره مخ کوي. خو د ملي یوالي حکومت له دې ستونزو سره هڅه کوي ترڅو په رسنیو کې او د خپلو مخالفینو سرتیرو پر وړانډې خپل یوالی او وحدت وښیي د هغه کسانو پر وړاندې چې غواړي د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله حکومت تر پوښتنې لاندې راولي.

له دې څخه پراخ او هر اړخیزه څیړنه هم شتون لري چې کولای شي د ناامنیو ټولو اړخونو ته نغوته وکړي. دا روښانه خبره ده چې د افغانستان اوسني حالات د حکومت په کړۍ کې د بې ثباته نظام په ډول وڅیړل شي.

په کورنۍ جګړه کې د ناامنیو بیلا بیلو اړخونه کړکیچ او چلوټه ښودل کیږي او دافغان حکومت ټول پړاونه تر سره کړي دي او په دې برخه کې یې څه نیمګړي نه دي پریښي.

افغانستان له داسې یوې کورنۍ جګړې سره چې لارښونه یې له بهره کیږي مخ شوی دی. دا د اوسني حکومت لویه ستونزه ښودل کیږي. په دې جګړه کې کورنۍ اړخ هم ښکاره دی. په تیره اونۍ کې اسلام آباد یو ځل بیا د پخلاینې د خبرو بیا پیلیدو وړاندیز وکړ او نواز شریف د کندز د جګړې پّ لړ کې له افغان حکومت څخه وغوښتل ترڅو له طالبانو سره د خبرو میز ته کښیني. د جګړې په لړ کې د خبرو ترپیلولو د ډيریو امتیازاتو د ورکولو او له ډیریو امتیازاتو د له لاسه ورکولو په مانا ده.

دډې جګړې تکتیک هم روښانه وو. د کندز ولایت د جګړې په څیر دډې ډول جګړو نورې برخې ځانمرګي بریدونه چریکي جګړه او مخامخ بریدونه ښودل کیږي. د ناامنیو دوهمه برخه د دولت کړۍ ته راګرځي. د ملي یوالي حکومت په دننه کې تر اوسه دواړه مشران یوې ټولو ته د منلو یوې هوکړې ته سره نه دي رسیدلي اوس هم دواړه مشران د خپلو غوښتنو او تګلارو په هکله اختلافات سره لري او دې اختلافاتو د هیواد په ټولو چارو کې ریشي ځغلولې دي. د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافاتو آن تر قوم او سمت پالنې رسیدلې او داسې ویل کیږي چې دواړه مشران د قوم او سمتپالونکو په کړیو کې بند پاتې شوي دي چې ملي ستونزو حلولو او نورو نیمګړتیاوو ته رسیدنه ترې پاتې ده.

د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافاتو آن تر ټولنې جرړې غځولې دي او د پر حکومت د خلکوباور او اعتبار کچه ډيره ټیټه شوې ده. ددې وضعیت دوام او د مشرانو بیغوري به دډې لامل شي چې دحکومت او نظام پر وړاندې د مخالفینو لیکې به پیاوړې شي. کیدای شي د عامو خلکو قهر او ناخوښي کومه ستونزه رامنځ ته نکړي خو د دا نیمګړتیا د خلکو او حکومت تر منځ واټن ډیرولی شي او د ملي یوالي حکومت په هکله یې له خلکو باور او اعتبار اخستی دی.

ددې ناامنیو او بې ثباتیو دریم تحلیل د نظام په دننه کې چلوټې دي هغه لوبغاړي چې په ظاهري توګه پټه خوله پاتې شوي او له ځانه رضایت ښیي د غني او عبدالله د حکومت د ړنګولولپاره فکري اتاقونه لري اودا لوبغاړي کیدای شي ځینې خوځښتونه ولري. اجرایي ریس بیا هغه مشران چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال یې دندې درلودې د حکومت پر وړاندې په چلوټو تورنوي. اجرایي ریاست دې برخې ته په کراتو نغوته کړې چې دې څرګندونو د حکومت پر ټولو برخو ناوړه اغیزه کړې ده. د چلوټې بهیر شونی دی چې د نیوکو په ډيرښت سره د کودتا تر کچې پر مخ لاړ شي او دا مسله د ملي یوالي حکومت له لویو ستونزو څخه شمیرل کیږي.

د ملي یوالي حکومت له دریو برخو له ستونزو او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی له هغه بې ثباتیو سره چې پورته ترې یادونه شوې ده. د اوسنۍ بې ثباتۍ سره د مبارزې تکتیک باید له دریو یادو شویو برخو کې پلی شي او حکومت د باور جوړونې لپاره څه پلان لري؟ د ټولنیزو ستونزو د هواری په برخه کې شاید اړتیا دا وي چې لومړی باید د سیاسي بې ثباتی ستونزه هواره شي. د ملي یوالي حکومت مشرانو چې په لوړو ژمنو سره یې د هیلو کچه لوړه کړې خو نه یواځې چې خپلې ژمنې یې نه دي پوره کړې بلکې له خلکو سره چانسونه او امکانات یي هم له ګواښ سره مخ کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *