د عراق په الانبار ولايت کي د امنيتي ځواکونو له پرمختگ سره اوس مهال له وسله والو د رمادي ښار د پاکوالي عمليات پيل شوي دي

عراقي چارواکيو ويلي اوس مهال په رمادي ښار کي د زرو په شاوخوا کي د داعش وسله وال شتون لري او کلکي مورچلي يي جوري کري دي

د الانبار په ولایت کې له وسله والو ددې ښار د پاکوالي عملیاتو قومندان جنرال اسمعیل محلاوي ویلي: دولتي سرتیرو له شمالي سیمو د رمادي ښآر په لور پرمختګ کړی او ښار یې له څلورو خواوو کلابند کړی دی چې په دې سره بریال ته نږدې شوي یو. د روماتي ښار چې د الانبار ولایت مرکز دی د عراق له پلازمینې بغداد څخه په نوي کیلو متری کې پروت دی او د مې په میاشت کې د داعش وسله والو له لوري نیول شوی دی چې له کبله یې د دریو سوه زرو په شاوخوا کې کسان کډوالی ته اړ شول. په عراق کې د امریکایي ځواکونو قومندان هم ویلي: عراقي ځواکونو په تیرو دوه اونیو کې ددې ښآر په لور پنځه لس کیلو متره پرمختګ کړی او اوس پر دې ښآر د برید وخت را رسیدلی دی.

دگروال استيو وارن: ” ده ویلي دولتي سرتیرو پر رومادي ښار د کلابندی کړۍ را تنګه کړې دوی له بیلا بیلو اړخونو ښار ته پنځه کیلو متره پرمختګ کړی او دوی په بشپړه توګه منظم شوي دي له دې سره عراقي اف شپارس جنګی الوتکې هم د داعش پر مورچلو برید کوي.”

ډګروال استیو وارن وویل: عراقي سرتیرو په تیرو لسو ورځو کې دوه پنځوس عملیات تر سره کړي دي. سرچینو ویلي اوس مهال په دې ښار کې د زرو په شاوخوا کې د داعش جنګیالي میشت دي او کلکې مورچلې یې جوړې کړې امریکایي چارواکيو هم ویلي چې عراقي سرتیري کلکه جګړه په مخ کې لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *