امریکا د باکو حرام د ډلې د څار لپاره کامرون ته عسکر استوي

امریکا به ټول ۳۰۰ عسکر کامرون ته واستوي.امریکا به ټول ۳۰۰ عسکر کامرون ته واستوي.

ولسمشر اوباما کامرون ته امریکايي پوځيان استوي چې د هوا له لارې د باکو حرام د ډلې د فعالیتونو څار وکړي.

باراک اوباما کامرون ته د عسکرو د استولو اعلان د امریکا د سنا او استازو مجلسونو ته په یوه لیک کې وکړ.

په لیک کې د باکو حرام نوم نه دی اخیستل شوی، خو د سپينې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست وویل چې د دغه اقدام هدف دا دی چې په سیمې کې د نایجیریا د وسله والې ډلې او نورو افراطیانو د فعالیتونو د سیمې د پراخیدو مخه ونیول شي.

باکو حرام د کامرون په شمالي سیمو کې فعالیت کوي، دغه سیمه د باکو حرام د ډلې د فعالیتونو د سیمې سره، چې د نایجیریا په شمال ختیځ کې موقعیت لري، سرحد لري.

اوباما وویل چې د دوشنبې په ورځ کامرون ته ۹۰ امریکايي پوځیان رسیدلي دي. هغه وویل چې په دغه سره به په سیمې کې امریکا هوايي څار او کشفي عملیات پيل شي. تمه کیږي چې امریکا به کامرون ته ټول ۳۰۰ عسکر واستوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې امریکايي ځواکونه به د کامرون د حکومت سره په همآهنګۍ فعالیت وکړي. هغه دا هم وویل چې امریکايي ځواکونه به د خپل امنیت لپاره مسلح وي خو محاربوي نقش به نه لري.

باکو حرام په کامرون کې په سلګونو کسان وژلي دي او په نایجیریا کې یې په تیرو څو کلنو کې لږترلږه ۱۰ زره کسان وژلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *