د کابل په بادام باغ کي له کورنيو توليداتو گټې اخستني او د افغانستان اقتصادي ودي تر نامه لاندي د کرهنيزو توکو نندارتون پرانستل شو

ددي مراسمو په پيل کي ولسمشر د افغانستان اقتصاد د کرهنيزي برخي له ودي سره ترلي شودلي ويلي يي دي افغانستان په يوه خبيثه کري کي ژوند کوي او دري ميليارده کرهنيز محصولات يي له بهرنيو هيوادونو وارديزي

ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ښودلی ویلي یې دي هر افغان باید د هیواد د پرمختګ لپاره لاس په کار شي. دوی زیاته کړې: د افغانستان اقتصادي وده یواځې د کرهنې پر ودې تړلی او دا مسله د ملي یوالي حکومت له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي. ښاغلي غني له دې سره چې اوس مهال درې میلیارده کرهنیز توکي له بهره واردیږي دا کړۍ یې خبیثه کړۍ یاده کړې ده. خو دوی ویلي: داسې یوه کړۍ د رامنځ ته کیدو په حال کې ده چې د ټولو کرهنیزو محصولاتو لپآره به د سمون په برخه کې کار کوي، یو میلیونه کسانو ته به د بوختیا لاره هواروي. ښاغلي غني د کرهنیزو ځمکو کمنښت او د اصلاح شوي تخم نه شتون لویه ستونزه ښودلې ویلي یې دي اوس مهال یواځې لس سلنه کروندګر له اصلاح شوي تخم څخه ګټه پورته کوي ښآغلي غني ویلي چې د کرهنیزو ځمکو د ډیرښت او د اصلاح شوي تخمونو ځخه په لوړه کچه د ګټې پورته کونې هڅې روانې دي.

ولسمشر د کرهنیزو توکیو لپآره د بازار موندې پر بهیر هم نیوکه وکړه وویل: ددې مسلې له امله د نړۍ بازارونو ته د افغاني توکو لاره نه ده رامنځ ته شوې

د کرهنې وزارت د مسولینو په وینا: دا نندارتون د کروندګرو خصوصي کرهنیزو او تولیدي شرکتونو په ګډون پرانستل شوی او په دې نندارتون کې به له دوه ډوله ډیر کرهنیز محصولات نندارې ته وړاندې شي.

ولسمشر په افغانستان کې د زعفرانولوړ کیفیت ته په نغوتې سره ویلي څرنګه چې د افغانی محصولاتو لپاره په ښه توګه بازار نه دی رامنځ ته شوی د افغانستان زعفران د اسپانیا هیواد په نامه د بهرنیو هیوادونو په بازارنونو کې پلورل کیږي

په دې مراسمو کې د کرهنې وزیر د کرهنیزو محصولاتو په وده کې د ښځو رول ډیر مهم ښودلی ویلي یې دي میرمنې هم کولای شي د هیواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي له ډې سره ښاغلي اسدالله ضمیر له هیوادوالو وغوښتل ترڅو د اقتصادي ودې لپاره له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.

د کرهنې وزیر په وینا په دې نندارتون کې چې د خصوصي تولیدي شرکتونو او کروندګرو په ګډون پرانستل شوی له دوه سوه ډوله ډیر کرهنیز محصولات به نندارې ته وړاندې شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *